بنګله ديش کې د خيرات وېشلو پرمهال ۲۰ تنه ووژل شول
ډهاکه( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤) د بنګله دېش په ميمن پور ښار کې د خيرات د وېشلو پرمهال د ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله ۲۰ تنه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
د بنګله ديش د رسنيو د راپورونو له مخې ددغه هیواد دميمن پور ښار په يوه فابريکه کې په بېوزلو کورنيو د جامو د ويشلو پروخت غريبو خلکو کوښښ کاوه چې فابريکې ته په زور او ټيل ماټيل ننوځي چې له امله يې ۲۰ تنه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
بل لور ته په سيمه کې پوليسو ويلي چې د مړو په شمېر کې د زیاتوالي انديښنې هم شته ځکه چې دپيښې ځای ته د پوليسو او مرستندويه ډلو د ور رسېدو څخه مخکې هم ځينې خلکو د خپلو خلکو مړي دپيښې له ځای څخه وړي وو.
پوليسو دا هم ويلي چې د فابريکې مالک غريبو او بې وزلو خلکو ته د جامو ورکولو له اعلان وروسته ګڼ شمېر بيوزلي خلک د فابريکې مخې ته راټول شوي وو چې د فابريکې دروازې له خلاصېدو وروسته راټولو شويو خلکو کوښښ کاوه چې هر يو يې تر بل مخکې فابريکې ته ننوځي چې د ګڼ ګوڼې او کشمکش له امله دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
پوليسو د فابريکې ۶ تنه کارکوونکي او مسؤلين نيولي دي.
عبداللطيف نظيف