سروې:ښځې د ټول عمر۵ مياشتې د لباس په انتخاب تېروي

images (1)

( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤) د لباس ديوه برتانوي شرکت د نګرانۍ لاندې يوې سروې ښودلې ده چې ښځې د ټول عمر ۵ مياشتې د خپلو جامو او لباس په فکر کې تېروي.

ښځې د ټول کال پوره ۳ ورځې په دې فکر کې تېروي چې کوم ډول لباس به يې په تن کې ښه ښکاري.چې په دې حساب يوه ښځه چې عمر يې له ۱۸ څخه تر ۶۵ کالونو پورې وي شاوخوا ۲۰ اوونۍ د خپل لباس د فکر له پاره تيروي.

په دغه سروې کې له ۲ زره ښځوڅخه پوښتنې شوي او له هغوی څخه د مالوماتو د راټولولو په بنسټ ديادې سروې راپور تيار شوی دی. چې له مخې يې  ۴۵ سلنه هغه ښځې چې په دفترونو کې کار کوي او دندې لري دهغوی له پاره د مناسب او ښه لباس تر لاسه کول د هرې ورځې اړتيا ده.
او ۴۰ سلنه ښځې د شپې د فکر له مخې د ورځې په اوږدو کې د جامو اړتيا پوره کوي.
او ۱۵ سلنه نورې ښځې يې دجامو له جوړولو وروسته دجامو په اخيستلو،ګنډلو او انتخاب پښېمانه وي.

بل لور ته د ياد شرکت يوه وياند ويلي چې ډيری هغه ښځې چې په دفترونو او خپل شخصي ژوند کې يې د جامو ساتلو ترتيب بېل وي هغوی سره ورته لباس اغوستلو ته ترجيح ورکوي.
نوموړي دا هم وويل چې د سروې له نتائجو څخه مونږ دا هم تر لاسه کړل چې ښځوته په کم وخت کې د جامو انتخابول او خوښول ډېر ستونزمن کار دی.
د يادونې وړ ده چې په افغاني بازارونو کې هم د بېلابېلو لباسونو په راتلو سره په افغاني لباسونو کې هم ډېر منفي تغيرات راغلي دی چې اوس د افغانانو د خوښې او انتخاب جامې بدلې دي  چې ډيری يې د هندي،ترکيې او لويديځو هېوادونو په سريالونو کې د فلمي لوبغاړو جامي دي چې په ددغو فلمونو د زياتېدو له امله په افغاني ټولنه کې دود شوي دي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button