دسعودي دبهرنیو چارو پخوانی وزیر ومړ

دسعودي عربستان دبهرنیو چارو پخوانی وزیر سعود الفیصل د۷۵کالو په عمر په امریکا کي ومړ.
دسعودي دپاچايي دربار ویلي، چي دسعودالفیصل جنازه به په مکه مکرمة کي دشنبې دورځي دماخوستن تر لمانځه وروسته ادا شي.
دپاچايي له دربار څخه په خپاره شوي بیان کي دسعود الفیصل دخدمتونو ستاينه شوې او هغه ددین، ملت او هیواد خدمتګار بلل شوی دی.
سعود الفیصل دوه میاشتي وړاندي دورپيښي ناروغۍ له امله دبهرنیو چارو له وزارت او دوزیرانو شورا له غړيتوب څخه ګوښه کړای شو او په ځای یې په امریکا کي دسعودي عربستان سفیر عادل الجبیر وټاکل شو.
ویل کیږي، چي له تیرو دوومیاشتو راهیسي دسعود الفیصل ناروغي سخته شوې وه، چي دورپيښي ناروغۍ له امله تیره ورځ مړ شو.
سعود الفیصل چي دسعودي عربستان دپخواني پاچا شهید ملک الفیصل زوی دی په ۱۹۴۰ کال کي دطائف په ښار کي زېږېدلی دی.
سعود الفیصل دخپل تره ملک خالد له لوري وروسته ترهغه دبهرنیو چارو دوزارت په دنده وټاکل شو، چي پلار يې  دتره دزوی له لوري ووژل شو.
نوموړي له ۱۹۷۵ کال څخه بیا تر ۲۰۱۵ کال پوري دسعودي عربستان دبهرنیو چارو دوزیر په توګه کار کړی دي، چي دا په نړۍ کي دبهرنیو چارو دوزارت په دنده ډیر پاته کيدل دي.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button