فارياب کې طالبانو د قومندان په ګډون شپږ پوليس وژلي

Faryaab123

ميمنه ( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤) د شېرين تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سيمه کې د ماين د چاودنې له امله د يوه قوماندان په ګډون شپږ ولسي پوليس وژل شوي دي.

د پوليسو د يوه قومندان په وينا طالبانو تر يوې ونې لاندې دوه ماينونه خښ کړي وو چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان (ميرک) يو ماين خنثى کړ خو دويم ماين پرې چاودنه وکړه چې د ميرک په ګډون ٦ ولسي  پوليس په کې ووژل شول.

په استانه بابا سيمه کې د پوليسو قوماندان محمدهاشم استانه وايي چې په تېرو دريو ورځو کې پوليسو پر يادې سيمې عمليات وکړل او يو شمېر برخې يې له طالبانو ونيوې.

هغه وايي چې له سيمې د امنيتي ځواکونو تر وتلو وروسته ټولې نيول شوې ساحې بېرته طالبانو ونيولې.

هغه وويل، که په راتلونکي ٢٤ساعتونو کې پر يادې سيمې بېرته له سره عمليات ونه شي ډېر ژر به د شېرين تګاب ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

خو وسله وال طالبان بيا وايي چې تېره ورځ يې په شېرين تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه کړې ده.

د هغوې په وينا، په ياده جګړه کې طالبانو دوه کلي او دوه پوستې نيولې، څلور ملي او شپږ سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

په ټولنیزو شبکو کې دطالبانو له لوري دنیول شویو پوستو انځورنه هم نشر شوي دي یاد انځورونه تاسي لاندي کتلای شئ

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button