دکرکټ ملي لوبډلې متحده عربي امارتو ته هم ماتې ورکړه
کابل ( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤) افغانستان د کرکټ د شل اوریز جام غوراوي په سیالۍ کې نن متحده عربي اماراتو ټیم ته هم په اتو وکټو ماتې ورکړه.
لومړۍ توپ وهنه عربي اماراتو وکړه چې افغانستان ته يې د ۱۶۵ منډو هدف ټاکلی و. چې د محمد شهزاد په زړه پورې توپ وهنېدغه هدف ډېر ښه ترلاسه کړ
شهزاد محمدي په ۳۷ توپونو ۷۴ منډې وکړې. چې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې يې هم ووهلې. چې له امله يې شهزاد محمدي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو تېره ورځ هالينډ ته هم ماتې ورکړه وه او دايې د شل اوريز جام دغوراوي په سياليو کې دوهمه لوبه ده چې ګټي يې.
افغانستان یکشنبې دریمه سیالي د سکاټ لینډ سره کوي او د بري سره به د ۲۰۱۶ زيږديز کال د نړیوال جام سياليو ته لاره ومومي.
د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې څوارلس لوبډلې برخه لري. افغانستان ددغو سیالیو په ب ګروپ کې ځای لري چې ورسره د سکاټلنډ، هالنډ، متحده عربي اماراتو، کنیا، عمان او کاناډا لوبډلې برخه لري.
عبداللطيف نظيف