د احصایي اداره د پاسپورټ له عمومي ریاست سره د برېښنایي تذکرو د معلوماتي سیسټم د نښلېدو خبر ورکوي

عزم(پنجشنبه، د زمري ۱۹مه، ۱۴۰۲): د معلوماتو او احصایي عمومي ادارې په یوه خبر کې ویلي چې د کارونو د اسانتیا او د هیوادوالو د چارو د نه ټکنتیا په پار یې د پاسپورټ عمومي ریاست او د برېښنایي تذکرو د معلوماتي سیسټم پر نښلېدو هوکړه کړې.
د احصایي او معلوماتو ملي ادراه په پلان کې لري چې د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رياست سسيټم د برېښنایي تذکرو له معلوماتي سیسټم سره ونښلوي.
د یاد هوکړه لیک د لاسېلېکدو په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نورجلال جلالي او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې لوي رئيس ډاکټر فقير محمد زيار او مله پلاوي برخه اخیستې وه.
تر دې وروسته به هیوادوال د پاسپورټ په اخیستلو کې له سرګردانۍ خلاص او د پاسپورټ اخيستلو پر مهال به د تذکرو تاييد د پاسپورټ په لوی رياست کې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!