حماس:په غزه کې ۴۰ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي

عزم: (جمعه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۲)؛ د حماس اړوند معلوماتي څانګې په تازه راپور کې لیکلي چې د اسرایلو په یو میاشتني هوایي او ځمکني برید کې ۴۰ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او د غزې د ټولو ابادیو څخه نیم یې زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي چې اسرایلو تر ۳۲ زره ټنه انفجاري مواد چې ۱۳ زره بمونه او میزایلو کیږي، د غزې پر خلکو اورؤلي چې تر دوه میلیارده مالي زیان یې غزې ته اړولی دی.
عبدالله الدرداری د د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسؤل وایي د اسرایلو له بریده تر اوسه لس زره او اووه سوه فلسطینیان وژل شوي او درې لکه فلسطینیان د سخت فقر او لوږې سره مخ دي. نوموړی زیاتوي چې د بمباریو او ځمکني بریدونو له وجې تر یو نیم میلیون د غزې اوسېدونکې له خپلو کورونو کډه شوي دي. غزه په بشپړ محاصره کې ده او هلته سخت انساني بحران روان دی.