افغان سوداګر: پاکستان مو بارموټر درولي

عزم(جمعه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۲): یو شمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستاني لوري یې په هغه هیواد کې له سوداګریزو توکو بار کانټینرونه درولي دي.
دوی وایي چې د یادو ګرځول شویو کانتینرونو شمېر له زرګونو هم اوړي او پرته له کومه دلیله یې افغانستان ته نه پرېږدي.
کندهاري سوداګر زیاتوي چې توکي یې د خوسا کېدو په درشل کې دي او له دې ورهاوخوا پرې د هرې ورځې په تېرېدو زرګونه ډالره مالیه هم راځي.
د کندهار سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره څو ځلې شریکه شوې، خو هغوی یې په تړاو څه نه دي کړي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا رسنیو ته په وینا کې ویلي چې پاکستان دمګړۍ تر ۵۵۰۰ زیات کانتینرونه د هغه هیواد په کراچۍ بندر کې ایسار کړي او مالومه هم نه ده چې کله به ورته د تللو اجازه ورکوي.
ده ویل چې له مقابل لوري سره یې څو ځلې خبره شریکه کړې، خو دوی ورته داسې کوم څرګند دلیل نه دی وړاندې کړی. بینا ویل چې د سوداګرۍ په مشهور تړون اپټا کې هم داسې کومه ماده نه شته چې په مټ یې یو هیواد سوداګریز موټرونه پرته له کومه سببه ودروي او د مالیې تضمین ترې واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button