ډان نیوز: د راجسټرشویو افغانانو د ایستنې پلان هم لرو

عزم(جمعه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۲): د پاکستان ډان نیوز رسنۍ دهغه د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي له قوله لیکلي چې د ناقانونه کډوالو له ایستنې وروسته به له هغه هیواده د راجسټرشویو افغانانو د ستونې تګلاره هم پلې شي.
ښاغلي اڅکزي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د حکومت د تګلارې له مخې به یې په هغه هیواد کې هېڅ ناقانونه کډوال پرېنښودل شي.
له بله پلوه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د کډوالو ستونزو ته په نغوتې ویلي چې دواړه هیوادونه دې په ګډه یوه کمېټه رامنځته کړي او دا مسله دې هواره کړي. مولانا فضل الرحمن ویلي چې یواړخیزه پړېکړه نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه ده.
یاده کوو چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د ناقانونه افغانانو د ستونې لړۍ یې په هغه هیواد کې د ناامنیو له ډېرو له وجې پیل کړې ده.
کاکړ تور پوري کوي چې په هغه هیواد کې د شخړو په زیاتوالي کې هغه افغانان لاس لري چې په یاد هیواد کې ناقانونه استوګن دي، خو د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي د خبرو په غبرګون کې ویلي چې افغان خاوره د هېچا په ضد نه ده کارول شوې او د پاکستان ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسله ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button