افغانستان بانک مشر د کډوالو د لیدو په موخه تورخم ته تللی

عزم(جمعه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۲): د افغانستان بانک مشر ملا هدایت الله بدري د یوه پلاوي په مشرۍ تورخم ښارګوټي ته تللي او هلته یې له پاکستانه راستونوشویو افغان کډوالو حال پوښتلی دی.
افغانستان بانک په خپل ټویټر لیکلي چې ښاغلي بدري د هغو افغان کډوالو حالت له نږدې وڅېړه چې په دې وروستیو کې د پاکستان هیواد له خوا جبري ایستنې ته اړ شوي وو.
بانک همداراز څرګندوي چې ملا هدایت الله بدري د ننګرهار ولایتي مسوولانو او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو د کمېټو له مسوولانو سره کتلي او هغوی ته یې یو لړ سپارښتنې هم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ښاغلي بدري وړاندې د کډوالو چارو د وزیر سربېره نورو لوړپوړو چارواکو او سرپرست وزیرانو هم تورخم ته سفر کړی وو او د راستوشویو هیوادوالو وضعیت یې له نږدې څارلی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button