طالبان، دکندهار دهوايي ډګر په برید کي ۲۵۰ تنه بهرني اوداخلي پوځیان وژل شوي

دکندهار په هوايي ډګر د۲۹ ساعته برید دتلفاتو په اړه طالبانو خپل وروستي جزیات خپاره کړل.

طالبانو ددغو بریدونو په اړه په خپل تازه بیان کي ویلي، چي دغو بریدونو د۲۵۰ تنو بهرنیو اوداخلي عسکرو او پولیسو ژوند واخيست او لسګونه تنه پکي ټپیان شوي دي.

په بیان کي ویل شوي، چي سرتیرو بریدکونکو ۳۰ ټانګونه، ګڼ شمېر الوتکي او ګڼي پوځي ودانۍ له منځه وړي دي.

افغان چارواکو دغو بریدونو دتلفاتو په اړه ویلي، چي په دغه برید کي تر۴۰ پوري کسان وژل شوي اولسګونه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم دکندهار چارواکي دسرتیرو بریدکونکو شمېره ۱۲ تنه ښيي، خو طالبانو ویلي، چي برید د۹ تنو له لوري ترسره شوی دی، چي په درې ګروپونو ویشل شوي وو.

بیان زیاتوي، چي یوه ګروپ په هوايي ډګر کي دمیشتو بهرنیو پوځیانو په خوړنځای برید کړی، بل ګروپ په یاد هوايي ډګر کي دبهرنیو او داخلي پوځیانو او پولیسو لپاره په جوړ شوي بازار او وزرشي کلب حمله کړې او دريم ګروپ دهوايي ځواک دقومندان جنرال ګلالي په دفتر برید ترسره کړ.

ویل شوي، چي سرتیري برید کونکي په راکيټ، پيکا، نارنجک، کلاشينکوفونو او نورو سوځونکو موادو سمبال وو.

که څه هم داسي راپورونه ورکړل شوي، چي بهرنیو پوځیانو او افغان عسکرو په برید کونکو وژونکی غاز او سوځونکي فاسفورس ډوله کيمیاوي مواد کارولي، خوبریدکونکو پرمختللي ماسکونه او غاز ضد مواد درلودل، چي له امله يې هیڅ ډول تاثیر نه دی پرې کړی.

دکندهار چارواکو ویلي، چي دوی دپيښي په اړه پلټني پيل کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button