په قرآنکریم کې د دوو معلوماتو دوې آسانه طريقې

ژباړه: حسان مجاهد

١_ د مکي او مدني سورتونو پيژندنه
د سورة بقرې ټول (٢٨٦) آیاتونه دي، له (٢٨٦) حساب څخه چې د پای (٢) عدد طرحه کړې؛ یوازي(٨٦)عدد پاتې کیږي چې همدغه (٨٦)د مکې سورتونو شمېر دی او که د(٢٨٦) له اول څخه د شپږ شميره طرحه کړې؛ (٢٨) پاتي کیږي چې همدغه (٢٨) د مدني سورتونو شمېر دی او کله چې موږ (٨٦) له (٢٨) سره یوځای کړو، (١١٤)جوړيږي چې همدغه د قرآنکریم د ټولو سورتونو شمېر دی. له پورته ذکر شوي معلوماتو څخه دا معلومات په لاس راغله چې مکي سورتونه ٨٦، مدني سورتونه ٢٨ او ټول سورتونه ١١٤ دي.
٢_ د سپارې لومړنۍ صفحه معلومول
د هرې سپارې له عدد څخه یو عدد طرحه کول، په پاتې عدد کې (٢) ضرب کول او د حاصل ضرب عدد ښي لوري ته (٢)عدد اضافه کول د سپارې لومړنۍ صفحه ښيي.
د مثال په توگه: نهمه سپاره يعني له (٩) عدد څخه چې یو طرحه کړل شي (٨) پاتې کیږي، (٨×٢) دوه چې په اته کې ضرب شي (١٦) جوړيږي د (١٦) ښي لوري ته چې د (٢) عدد اضافه شي (١٦٢)جوړيږي همدغه (١٦٢) د نهمې سپارې لومړنۍ صفحه ده.
دوهم مثال: یویشتمه سپاره يعني (٢١) څخه (١) طرحه شي(٢٠)پاتیږي (٢٠×٢) دوه په شل کې ضرب (٤٠) جوړيږي د (٤٠) ښې لوري ته چې (٢) عدد اضافه شي؛ (٤٠٢) جوړيږي او همدغه (٤٠٢) عدد د یویشتمې سپارې لومړنۍ صفحه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button