وینزیویلا د دیوالي کیدو له ګواښ سره مخ ده

عزم : (پنجشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل) وروسته له هغه چې د یونان دولت دیوالي شو اوس اوس راپورونه دي چې وینزویلا هم په ورته مشکل اخته ده.
نهيلي او بدبيني د وينزویلا پانګه واله ټولنه دې حد ته رسولې چې ددغه هېواد د ملي پيسو ارزښت په ناببره توګه را ولويږي.
وينزويلا د ډيوالې کېدو کندې ته ور نږدي شوی ده.
پانګه اچونکې شکمن دي چې وينزويلا ددې توان نه لري چې بهرني پورونه پرې کړي.
دامطلب والاستريت ژورنال خپور کړی.
وينزويلا د تيلو د توليد ونکو هېوادونو په کتار کې لسم هېواد دي. دغه هېواد په يوه شپه او ورځ کې دوه نيم مليون بيرل تيل توليدوي.
جاوید حمیم