څېړنه، د ملي اردو روحیه ځپل شوې

د اې آر ای یو په نوم یوه نړیوال سازمان ویلي، چي د دوی د څېړني له مخې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدلو له امله د ملي اردو روحیه سخته ځپل شوې ده.

یاد بنسټ ویلي، چي دوی د ملي اردو له عسکرو، دهغوی له منسوبینو، کارکونکو اوله هغو کسانو سره چي له عسکرو سره اړیکي لري پوښتني کړي اودا څېړنه یې پرې برابره کړې ده.

په راپور کي ویل شوي، چي د ملي اردو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو دبریدونو په ډېرښت برسېره کمزوری مشرتابه هم د اردو د روحيې د ځپل کېدلولامل ښودل شوی دی.

دا څېړنه په داسي مهال ترسره شوې، چي د طالبانو بریدونه په دې وروستیو کي ډیر شوي او د اردو له لیکو څخه د عسکرو تېښته هم زیاته شوې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button