د هوا پېژندنې ادارې په اتلسو ولایتونو کې د ورښت او واورې اټکل کړی

عزم(پنجشنبه، ۲۱، کب ۱۳۹۹): د هوا پېژندنې ادارې په اتلسو ولایتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو اټکل کړی دی. له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۳۹۹ د کب تر ۲۱مې په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بلخ، سرپُل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، سالنګونو او د کابل په ځینو سیمو کې د ورښت، واورې او سېلابونو امکان شته.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ نه تر ۲۵ملي مترو پورې وي.
د هوا پېژندنې اداره هره اوونۍ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د واورې، ورښت او سېلابونو اټکل کوي؛ خو تر اوسه په ډېرو کمو کې سیمو کې ورښتونه شوي دي.
په روان ژمي کې په هېواد کې ورښتونه او واورې د نشت برابر وو، چې له امله یې د سختې وچکالۍ وېره هم پیدا کړې ده.
د هېواد په ګڼو سیمو کې بزګران شکایت کوي، چې کرل شوي فصلونه یې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.
طالبانو تېره میاشت له ټولو هېوادوالو غوښتي وو، چې د باران د ورېدو په پار د استسقاء لمونځونه وکړي او له الله ﷻڅخه باران وغواړي.