۶جي چټک انټرنیټ به کله رامنځته شي؟

عزم (شنبه، د کب ۲۰مه، ۱۴۰۱): که څه هم په نړۍ کې ډير هېوادونه ان ۵جي انټرنیټ نه لري او زموږ د هېواد په زیاترو سیمو کې هم د انټرنیټ سرعت بیخي کمزوری دی؛ خو کله مو فکر کړی چې له ۵جي چټک انټرنیټ به کله رامنځته کیږي؟
پوهان وايي چې د ۶ جنریشن ټیکنالوژي (6G) انټرنیټ به هم په روانه لسیزه کې جوړ او د خلکو د کارونې وړ وګرځي.
دا خبر په داسې مهال خپریږي چې تېره ورځ د موبایل شرکتونو تر ټولو لویه غونډه او نمایش د هسپانیې په بارسلونا ښار کې ترسره شوه چې د چټک انټرنیټ په اړه هم پکې خبرې وشوې.
د شرکتونو مشرانو تائید کړه چې له ۲۰۳۰ کال وړاندې به د نړۍ زیاتره پرمختللي هېوادونه ۶جي انټرنیټ ولري.
باید وویل شي چې د ۵جي انټرنیټ په ۲۰۱۹ کال کې ځينو هېوادونو وکاروه، خو راپورونه ښيي چې تر روان کاله پورې ۷ تنو کې یوازې یو کس د ۵جي انټرنیټ وړ موبایل کاروي.
بل لور ته انګلیسي رسنۍ لیکي چې ۶جي انټرنیټ تر اوسه د جوړولو او سټنډرډ ټاکنې په حالت کې دی، چې له تحقیقي مرحلې تیریږي.
که څه هم زیاتره انټرنیټ کاروونکي غوښتنه لري چې د ۶جي انټرنیټ جوړولو پر ځای باید ۵جي انټرنیټ ټولې نړۍ کې خپور شي؛ خو جنوبي کوریا بیا هغه هېواد دی چې د ۶جي انټرنیټ جوړولو سیالي ته یې له بل هر چا وړاندې مټې را بډ وهلې او اعلان یې کړی چې ۵ کلونو کې به ۶جي انټرنیټ رامنځته کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button