کونړ، په سرکاڼوکي له یوې میاشتي راهیسي سرحدي پولیس محاصره دي

دکونړ ولایت دسرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس کي دسرحدي پولیسو پوستې دوسله والو طالبانو له لوري له تیري یوې مياشتي راهیسي محاصره دي.
دناواپاس سرحدي پولیسو ویلي، چي له تیري يوې میاشتي راهیسي په پوستو کي کلابند دي او نشي کولای له پوستو څخه راووځي.
پولیسو ویلي، چي دورځي دوی نشي کولای له پوستو راووځي، ځکه طالبان ډزي پرې کوي.
سرحدي پولیسو له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي اوبه، ډوډۍ او درمل نه لري او ټپيان ملګري يې له ټپونو کړیږي، خو دوی یې مرسته نشي کولای.
دکونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله هم مني، چي په ناواپاس کي یې پولیس په ډیر بد حالت کي پراته دي او دوی کوښښ کوي، ترڅو يې ستونزي حل کړي.
راپورونه وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ برسېره په مروري او دانګام ولسوالیو کي هم شته پولیس کلابند شوي دي او هیڅ ډول مرستي نه ورته رسیږي.
طالبانو هغه ټولي لاري تړلي، چي پولیسو ته پرې اکمالات رسيږي.
عادل خپلواک