پاکستان:بلوچستان کې ناڅرګندو وسلوالو ۱۹کاریګر وژلي

عزم/ د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کې نا څرګندو وسلوالو د یوې تعمیراتي پروژې ۱۹ تنه کاریګر وژل او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د تربت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، وژل شویو کاریګرو د تربت اړوند په ګوګ دان سیمه کې په یوه تعمیراتي پروژه کې کار کاوه،دشپې دوې بجې شاوخوا یوشمیر وسلوالو کسانو د کاریګرو په هستوګنځي حمله وکړه ۱۹ تنه یې ووژل او دري نور یې ټپيان کړل.
امنیتي چارواکو ویلي، وژل شوي کسان ټول د سیند او پنجاب صوبو اوسیدونکي وو.
تربت د بلوچستان له هغو سیمو ګڼل کیږي چې همیشه ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کیږي، تر دې وړاندې هم د ځینو کمپنیو په کاریګرو څو ځله وسلوالې حملې شوې.
احمدبشار