هیلري کلټن به سبایکشنبه د اولسمشریزو ټاکنولپاره خپله نوماندي اعلان کړي

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلټن به سبا د یکشنبې په ورځ د امریکا د ریاست جمهوري لپاره په راتلوونکو ټانکونو کې خپله نوماندي اعلان کړي.
د رسنیو د راپورونو لمخې ۶۷ کلنه هیلري کلټن به د خپلې نوماندۍ له اعلان وروسته د(ایوا او نیوهامبچیر) ایالتونو ته د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره سفر وکړي.
د ډیموکراټ ګوند لپاره دهلیري کلټن نه علاوه بل ښه نوماند نه دی موجود،ډیموکرات ګوند دنوموړې انتخاب ته خوشبینه معلومیږي، خو دا به وروسته معلومه شي چې اولس د ۲۰۱۶ راتلونکو ټاکنو کې رایه ورکوي او کنه؟
په ۲۰۰۸ م کال کې هم هیلري کلټن هڅه وکړه چې د اولسمشرۍ ټاکنو ته ځان انتخاب کړي، خو ډیموکراټ ګوند بارک اوباما نوماندۍ ته وړاندي کړ په همدې وجه هیلري کلټن له نوماندۍ نه پاته شوه.
هیلرې کلټن د خپل خاوند او پخواني اولسمشر بل کلټن د حکومت په دوو دورو کې په سیاسي چارو کې ډیره زیاته فعاله وه له هغه وروسته بیا د څه وخت لپاره د امریکا د سنا غړې پاته شوه.
بارک اوبا د اولسمشرۍ له انتخاباتو ګټلو وروسته هیلری کلټن دباندنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکله چي تر ۲۰۱۳ کال پوري په همدې دنده پاته شوه.
دجمهوریت پلوو ګوند درو مهمونوماندانو(ټیډکروز ، رینډپال او جیب بش) هم د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوماندۍ اعلان کړی دی. د فلوریډا ایالت د پخواني والي جیب بش پلار او ورور هم پخوا د امریکا اولسمشران پاته شوي دي.
احمدبشار