دمیدان وردګو مالي او اداري رئيس وژل شوی

دميدان وردګو دولایت مقام مالي او اداري رئيس دنامعلومو وسله والو په برید کي وژل شو ی دی.

دمیدان وردګو دسرپرست والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي، چي دولایت مقام مالي او اداری رئيس پيرمحمدکوچی نن سهاردخپلي دندي په لوري روان وو، چي دمیدان وردګو ولایت مرکز ميدان ښار کي دمامورینو ښارګوټي ته څېرمه دوسله والو په برید کي ووژل شو.

دوو شپيته کلن پيرمحمدکوچی له تیرو ۳۴ کلونو راهیسي په میدان وردګو ولایت کي دسرپرست والي، مرستیال والي، ولسوال او په نورو مهمو دندو پاته شوی دی او له تیرو دیارلسو کلونو راهیسي يې دولایت مقام درئيس په توګه دنده ترسره کوله.

تراوسه دپیر محمدکوچي دوژلو پړه کومي ډلي په غاړه اخیستې نه ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button