بدخشان، طالبانو ۱۳ پوستې اویوه قرارګاه نيولې او ۹۱ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي وسله والو طالبانو له تیري ورځي راهیسي دبدخشان په جرم ولسوالۍ کي دحکومت په خلاف پراخ عملیات پيل کړل، چي په ترڅ کي یې ۱۳ پوستې او یوه ستره قرارګاه نیولې او شاوخوا ۹۱ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي تیره شپه يې دبدخشان دجرم ولسوالۍ په دهن آب خسته په سیمه کي یوه ستره قرار ګاه چي هر وخت به ۳۵۰ عسکر پکي میشت وو نیولې ده اوپه قرارګاه را تاو ۱۳ پوستې یې هم نیولي دي.

طالبانو ویلي، چي په نیول شوې قرارګاه کي یې ۴۹ عسکر او پولیس وژلي او ۴۲ تنه نور يې ټپیان کړي دي، چي د۲۵ تنو جسدونه په قرار ګاه کي پاته وو.

طالبانو ویلي، چي په دغو جګړو کي يې ۱۶ ټانګونه او رنجر نیولي او زیاتي وسلې په لاس ورغلي دي.

مجاهد په خپل بیان کي ویلي، چي لسګونه عسکر دتيښتي په مهال له دریاب څخه داوښتو په ترڅ کي په اوبو کي غرق شوي دي.

له بله پلوه دبدخشان چارواکو ویلي، چي دجرم په جګړو کي يې تر۲۰ زیات طالبان وژلي، خو طالب ویاند ویلي، چي په جګړو کي يې يوازي ۵ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button