Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د یرغلگرو ستر حماقت

خط اول :

د رسنیزو رپوټونو په حواله یرغلگرو ځواکونو هلمند ولایت ته په دې موخه نور پوځیان را ولیږل،څو له یوې خواهغه بایللي سیمي بیرته تر لاسه کړي چي ۲۰۱۵کال کي طالبانو ولکه پرې ټینګه کړې ده او له بلي خوا په راتلونکي کي دهلمند مرکز له سقوط څخه وژغوري.

تیر کال طالبانو هلمند کي د نوزاد، موسی کلا اوخانشین،ولسوالۍ د مرکزونو په شمول ونیولې او د کجکي،سنګین،مارجې،ګریشک،نادعلي ا وناوې ولسوالیو ټولي سیمي یې له مرکزونو پرته ولکه کړې،ورپسې یې باباجي او دمرکز لښکرګاه مربوط ځیني سیمي هم ونیولې چي تراوسه یې ګډ حکومت او یرغلګر په بیرته نیولو نه دي توانیدلي.

په تیرو کلونو کي امریکایې او انګزیزي لښکرو هلمند کي پراخ هوایې او مځکني عملیات وکړل،خو نه  یوازي داچي طالبان یې مات نکړای شوای،بلکي په زرهاوو اشغالګر عسکر مړه او ژوبل شول.

هلمند کي داشغالګرو په تر ټولو خوندي او لویه اډه شوراب باندي دوه ځله طالب سرښندونکو بریدونه وکړل،هلته پر میشتو عسکرو سربیره پر الوتکو،نقیله وسایطو او تاسیساتو یې داسي حملې وکړې،چي د پنټاګون داعتراف له مخي پر شوراب لومړنۍ حمله کي یوازي د الوتکو دتخریب زیان ۲۰۰ملیونه ډالره ته ورسید،پر شوراب د طالبانوپه دوهم برید کي هم اشغالګرو او دکابل حکومت عسکرو ته ډير زیات زیان واوښت.

روانه جګړه کي هلمند دهیواد په سطحه له ګرمو سنګرونو څخه ګنل کیږي،دې ولایت کي د اشغالګرو،کابل حکومت اوطالب جنګیالیو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم ډیر زیات ځاني اومالي زیان اوښتی دی،یرغلګرو او د کابل حکومت په پرله پسې ډول په ګډو عملیاتو کي دخلګو کورونه او فصلونه په لوی لاس په بلډوزونو وران کړي،د کابل حکومت عسکرو د تلاشیو په پلمه دخلګو له کورونو او دوکانونو نغدي پیسې،قیمتي توکي،موټران او موټرسایکلان وړي دي.

طالبان په هغه ولسي ځواک بدل شوي چي د هیواد په ټولو سمتونو او قومونو کي غښتلي ریښې لري،په هغو ولایتونو کي هم پراخي سیمي او ولسوالۍ اوس د طالبانو تر ولکې لاندي دي چي دخپلي واکمنۍ په مهال یې نه وې فتحه کړې،د ساري په ډول بدخشان،تخار او پنجشیر ولایتونه یاد ولای شو، چي دامهال یې پر ځینو ستراتیژیکو سیمو د طالبانو سپین بیرغ رپیږي.

هلمند ته د اشغالګرو عسکرو بیا راستنیدل ددوی د ستري ناپوهۍ لوی دلیل دی،ځکه هغه وخت هم هلمند کي د طالبانو فعالیت ډیر پیاوړی و چي په لسهاوو زره یرغلګر پوځیان په کي میشت وو،د څیړونکو په اند اوس به هم د یرغلګرو شتون د طالبانو پر فعالیت کوم پام وړ اغیز ونه کړي.

 

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button