هلمند کې د ملي اردو موټر ۴ تنه ملکي وګړي وژلي دي

عزم : (دوشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې ملي اردو په خپل موټر د ملکي وګړو یوه سراچه موټر وهلی چې له امله یې ۴ تنه ملکي وکړي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
په هلمند کې د لښکرګاه او کندهار د لویې لارې د کنډک مسوول سمونوال عبدالستار پېښه تایید کړې، دی وایي د ملکي وګړو سراچې سره د اردو موټر ټکرکیدو پېښه کې ۱ عسکر هم وژل شوی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سیمې یوه تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د اردو عسکرو چرس څکولي وو، او پر ډېر تېز رفتار سره روان وو چې پېښه رامنځته شوه.
تر دې وړاندې د هلمند ولایت په واشېرولسوالۍ کې د ۳۰۳ موټر چپه کېدو پېښې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبه اړولې.
اصف افغان