په امریکا کې یوه وسله وال سړي په ډزو تر لسو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عزم(سه شنبه، وري ۲۲مه، ۱۴۰۲): امریکايي رسنۍ وایي چې د امریکا د کنټاکي ایالت په لویسوېلي ښار کې دیوه وسله وال سړي په ډزو لږترلږه څلور کسان وژلي او ۸ نور یې ټپيان کړي دي.
پولیسو ویلي چې پېښه د ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سوداګریزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
څېړنې ښیي چې وسله وال کس د یاد بانک یو پخوانی کارکوونکی دی. په انځورونو کې لیدل کیږي چې ګڼ شمېر پولیسانو د پېښې سیمې ته ځانونه رسولي دي.
د پېښې په قربانیانو کې دوه پولیس افسران او نور ملکي وګړي شامل دي. چارواکو نه ده ښوولي چې بریدګر په خپله ځان وژلی او که د پولیسو په مقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
چارواکو ویلي چې بریدګر له پولیسو سره د ډزو تبادله کې وژل شوی، خو مالومه نه ده چې د امنیتي کسانو په ډزو لګېدلی که پخپله یې ځان وژلی دی.
د پېښې انګېزه لا هم نه ده معلومه او نه شي ویل کېدای شي چې د یاد بریدګر موخه څه وه؟ د کېنټاکي والي رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې د ده یو نږدې ملګری هم دی.
د امریکا متحدو ایالات د هغو هیوادنو په کتار کې راځي چې زیات شمېر ترهګریزې پېښې پکې رامنځته کیږي.
د رسمي شمېرو له مخې یوازې په روان ۲۰۲۳ کال کې چې نن یې ۱۰۰مه ورځ ده په دغه هېواد کې له ۱۴۰ ډېر وسله وال بریدونه شوي دي.