د زندان خاطرې! / دریمه برخه

قاري توریالی تائب
دا کس (قاري محمد عبدالرؤف فقیر) نومیږي، د غزني ولایت اوسیدونکی و، تکړه، جرئتمند، جید عالم او د قرانکریم حافظ و، ښکلی او زړه راښکونکی غږ او مترنمه داودي حنجره خدای پاک ورکړې وه.
د شعر له ښاپیرۍ سره هم بلد و، ادبي پنځونې او لیکنې به یې هم کولې.
ما یې لا په ریاست هفتده کې ځینې اوصاف د ځینو ملګرو له خولې اوریدلي وو.
کله چې د کوټه قلفۍ وخت تمام شو؛ نو له ریاست ۱۷ نه یې پل چرخي ته انتقال کړو، په دویمه ورځ مې په پل چرخي کې د یو ملګري (مولوی صالح محمد ارشاد) په توسط له قاري صیب سره لیده کاته وشول.
د قاري صیب حالت ډیر ودردولم، په قاري صیب باندې چې کوم ظلمونه، وحشتونه او مشکلات تېر شوی وو، د هغو ظلمونو د لیکلو تاب نه لرم او نه مې قلم کې دومره توان شته.
فقط دلته د نمونې په طور یو څو محدودې کرښې ستاسې مخې ته ږدم، خدای جل جلاله دې وکړي چې خاطر مو پرې دروند نه شي.
ـ د څرخي پله منسوبینو په دویم بلاک باندې په دې بهانه حمله وکړه، چې ګواکي دلته بندیان په سپکو اسلحو سمبال دي او غواړي چې د تیښتې زمینه ځانونو ته برابره کړي، حال دا چې له بندیانو سره د ښیښې ګلاسونه هم لا نه وو موجود، ټول پلاستیکي ګیلاسونه وو.
د حکومت په دغه برید کې، چې په مظلومو بندیانو باندې یې تر سره کړ، دولس تنه مظلوم، بې دفاع او د کار خلک په شهادت ورسیدل، چې مهم اشخاص او د هیواد په سطحه نامتو او جید علماء هم پکې شامل وو. لکه شهید مولوي صاحب کامل، شهید مولوي صاحب عطیش او نور…
دغه راز؛ د کرزي د حکومت په دې ناځوانمردانه برید کې په لسګونو زندانیان زخمیان شول، چې قاري صاحب عبدالرؤف هم په زخمیانو کې شامل ؤ.
د مرحوم قاري صیب ټپونه د اندیښنې وړ نه وو، اما کله چې روغتون ته انتقالیږي؛ نو هلته اول د بې هوښۍ دواء ورکول کیږي او بیا یې دواړه سترګې ایستل کیږي او د قاري صیب په سترګو کې ځینې داسې مضرې دواګانې اچول کیږي، چې ورو ـ ورو په اعصابو او دماغو باندې خپل اثر شیندي او سړی د لیونتوب حد ته رسوي!
هماغه و، چې مرحوم قاري صیب د یو څه وخت په تیریدلو خپل عصبي توازن له لاسه ورکړ او کرار ـ کرار له روحي مشکلاتو سره لاس او ګریوان شو.
اوس نو قاري صیب د پخوا په شان له ملګرو سره ګپ شپ نه لګوي او د ورځې زیاتره شیبې په بړستن کې تیروي، که څوک ورته ووایي، چې قاري صیب! د لمانځه وخت دی او راپاڅه لمونځ وکړه، نو په قاري صیب باندې دومره بده لګیږي، لکه چا چې ورته ښکنځل کړی وي.
زه به کله، کله ورتلم او د ټوکې په انداز به مې ورته ویل، چې د مخابرې نمبر دې ماته معلوم دی؛ نو هسې به مې له ټوکې نه ورته ویل:
اتلس دروېشت (۱۸ /۲۳)! قاري صیب به یوه مرموزه خندا وکړه او نور به یې څه نه ویل.
وختونه تیریدل، یوه ورځ راغلم او کمبله مې د قاري صیب له سره راپورته کړه، خو سخت په غصه شو، سر یې را پورته کړ او د غصې په انداز یې راته وویل:
کوم یو حیوان یې؟
ما ورته وویل: حیوان ناطق.. (قاري تائب یم)
ویې خندل، خو چې د قاري صیب مخ ته مې وکتل، ګورم د زنې طرف ته ږیره یې پاکه شلولې ده او همدا شیبه هم د ږیرې په کشولو لګیا وو، ډیر سخت ودردیدم، ژړا راغله، ارشاد مولوي صیب (شهيد ارمان) مې خواته ولاړ و، هغه راته اشاره وکړه، چې پریږده یې، خفه کیږي.
ما هم د ”هو“ په دود سر وښوراوۀ او ترې روان شوم.
دا مې د قاری صیب سره آخري دیدن وو، بیا مې ونه لیده او زه یو څه وخت بعد آزاد شوم.
ورپسې دلته سعودي ته راغلم، دوه کاله بعد مې د زندان یو ملګري حبیب الله (سعید اجنبي) دلته په سعودي کې ولید، د زندان ترخې خاطرې یې راته بیانولې، چې له خولې یې دا دردونکې جمله هم راووته:
(قاري صیب خو شهید شو!)
انا لـله و انا الیه راجعون!
ګنګس شوم، حبیب هم خفه شو، چې بې ځایه مې دا خبره وکړه.
مال: ولې؟ چا شهید کړ؟
حبیب راته وویل: هیچا هم نه، خپله د شپې را پاڅیدلی و او د بجلۍ (برق) له تار سره یې لاس لګیدلی و او په یو ترک سره یې قاري صیب شهید کړی و!