د لوړو زده کړو علمي معین د ناروې سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي

عزم( پنجشنبه، غوایي ۲۱مه، ۱۴۰۲): د لوړو زده کړو وزارت د پوهنې وزیر لطف الله خیرخوا په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بیکر سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت په ټویټر پاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي خیرخواه له ناروې څخه د لابراتوارونو د پیاوړتیا او د تعلیمي بلاکونو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د پوهنې له نظام سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، پاول کولومن باکر له افغانستان سره د خپلو دوامداره مرستو ژمنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم علمي معین دوکتور خیرخواه د لوړو زده کړو په وزارت کې له یو شمېر بهرنیو لوړپوړو چارواکو او سفیرانو سره ناستې کړي او له هغوی یې غوښتي چې په پوهنیزو چارو کې دې افغانستان نه پرېږدي او هم یې ترې غوښتي چې ترممکنه حده افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه برابر کړای شي.