د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یو شمېر سوداګرو سره کتلي دي

عزم( پنجشنبه، غوایي ۲۱مه، ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.
سرپرست وزیر له سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګریزو او ټرانزیتي چارو او همداراز په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت سرپرست پاکستان ته په سفر کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ښو اړیکو او همغږیو په تړاو توافق کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: (( دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې وکړې؛ له هغې ډلې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د دواړو هېوادونو د ټرانزيټي توکو په بهیر کې د اسانتیا راوستل، په سوداګرۍ کې د اسانتیا راوستل او بندرونو ۲۴ ساعته کول.))
له دې سره سم، یو شمېر سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو چارو د پراخېدو لپاره باید د دواړو هېوادونو په ګمرکونو کې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو ورسره د سوداګرو ستونزې حل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button