د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ازبکستان ته په سفر تللی دی

عزم( پنجشنبه، غوایي ۲۱مه، ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست او ورسره مل پلاوی ازبکستان ته په رسمي سفر تللی.
یاد پلاوی به ددې سفر په ترڅ کې د ازبکستان او پاکستان هېوادونو سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو د پیل او په ټوله کې د ریلي همکاريو د پیاوړتیا اړوند خبرې اترې وکړي.
تمه ده، چې په دغه درې اړخیزه ناستو کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي- اقتصادي مطالعاتو د پیل نېټه معلومه شي.
تر دې وړاندې د اوسپنې ادارې ویلي و چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو او ایران سره یې د ریل ګاډې په واسطه په سوداګرۍ کې د پام وړ بدلون راوستی دی.