قرباني اوكاميابي/الهام

سيد احسان الله الهام

قرباني او كاميابي سره پيدا كړل

څومره ښه ګل او سپرلي سره پيدا كړل

دا چي يو په بل پسې په دين ستي شول
دې مينو ابدي سره پيدا كړل

چي په كلك عزم زلمى له كوره ووت
بس رقيب او خپل مرګي سره پيدا كړل

پوه سه لنډ شول ورته درست اوږده مزلونه
عبادت توان او ځواني سره پيدا كړل

خداى خبر چي يې ماغزه نور په قرار شي
د غليم سر او لرګي سره پيدا كړل

مودې وشوې سره ورك يو لا الهامه !
كړه دعا كه مو خالي سره پيدا كړل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button