کوټه او پېښورکي ۶ پولیس وژل شوي، درې ټپیان دي
دپاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي دوسله وال برید په ترڅ کي ۴ پولیس دیوه افسر په ګډون وژل شوي دي.
دکوټي پولیسو ویلي، چي نن دکوټي ښار په پښتون اباد سیمه کي وسله والو دپولیسو په موټر ډزي وکړې، چي دپولیسو دیوه مشر په ګډون څلور تنه پکي ووژل شول.
څو ورځي وړاندي هم په یاده سیمه کي په پولیسو برید شوی وو، چي په ترڅ کي يې څلور پولیس وژل شوي وو.
دپاکستان په پېښور کي هم ديوې بمي چاودني په ترڅ کي دوه تنه پولیس وژل شوي او دپولیسو دیوه افسر په ګډون درې پولیس ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي، چي چاودنه نن دپېښور په حیات اباد سیمه کي په موټر سائيکل کي دځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوه.
دپېښور چارواکو ویلي، چي چاودنه دپولیسو دمشر په موټر رامنځ ته شوه، چي په ترڅ کي يې دپولیسو مشر ټپي شو او دوه پولیس ووژل شول.
پولیسو ویلي، چي په دغې چاودنه کي یو ملکي کس هم وژل شوی دی.
تراوسه ددغو دواړو بریدونو پړه کومي وسله والي ډلي په غاړه نه ده اخیستې.
عادل خپلواک