کابل کې د ملي اسلامي وفاق ګوند مشر نيول شوی
کابل ( عزم: جمعه،۱۹ چنګاښ ٩٤)افغان امنیتي ځواکونو تېره ورځ (د افغانستان د ملي اسلامي وفاق د ګوند) مشر نیولی دی.
د دې ګوند رهبرې شورا وايي، د یاد ګوند مشرد افغانستان روان سیاسي او امنیتي ناوړه وضعیت ته په کتو سره، د ملي یووالي حکومت د رهبرانو استعفاء غوښتې وه.
د دې ګوند غړي وايي، په افغانستان کې د یو مثبت بدلون لپاره به، مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ګوند غړو غوښتل چې عامه نظم ګډوډ او د خلکو ذهنیت خراب کړي.
د افغانستان د ملي اسلامي وفاق د ګوند مشران وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ګوند ريیس بسم الله شیر د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې توقیف کړی دی.
د دې ګوند مشرتابه پلاوی د جمعې په ورځ د یادې حوزې مخکې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ویل يې چې بسم الله شیر هېواد د روان ناوړه سیاسي او امنیتي وضعیت پړه پرجمهوررييس او اجرایه ريیس اچوي، د همدې له امله له تیرې شپې راهیسي توقیف شوی دی.
د افغانستان د ملي اسلامي وفاق ګوند مرستیال محمد حسین حمیدي وویل، د قانون له مخې اعتراض او بیان د هېواد د هر تبعه حق دی او که حکومت غواړي چې دغه غږغلی کړي، دوې به يې پرضد پراخ مدني حرکات پیل کړي:
نوموړي وويل:((دلیل دا دی چې موږ د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه، د افغانستان د خلکو حق غوښتی.
که دا توقیف ادامه ولري، مونږ به په ټول هېواد کې خپلو دفترونو ته خبر ورکړو چې په پراخو مظاهرولاس پورې کړي.))
د دې ګوند د غړیو په لاسونو کې یوه تبلیغاني لوحه هم وه چې پرې لیکل شوي وو:
((مونږ د افغانستان د خلکو د مخ په زیاتیدونکو قربانیوله امله، د جمهور ريس او اجراییه ريیس د استعفا غوښتونکي یو.))
د افغانستان د ملي اسلامي وفاق ګوند له څه مودې راهیسې په خبري ناستو کې، دحکومت په کمزورتيا او په هېواد کې د نا امنۍ له امله په دولت انتقادونه کړي دي.
کارپوهان وايي، بیان او انتقاد کول د خلکو حق دی، که چېرې کوم کس له دې حقه ناوړه ګټه اخلي او حکومت یې پرضد عمل کوي، پکار ده چې خلکو ته وضاحت ورکړل شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې هکله څیړنې روانې دي او ډیر ژربه یې له خلکو سره شریکې کړي.
عبداللطيف نظيف