د روژې درویشتمه تحفه
لیکوال : نثار احمد صمد
قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی….. نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا هم درویشتمه تحفه ، او ستاسو د ځوابونو په تمه . باید وویل سی چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې څخه وروسته انشاالله خپاره سی ډاډه اوسیً . والسلام ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ النمل څه معنی ؟
۲ ـ په سورهً الشعرا کی د حضرت صالح (ع) کومه معجزه ذکر سوې ده ؟
۳ ـ په سورهً القصص کی د کوم پیغمبر قصه په تفصیل سره بیان سوې ده ؟
۴ ـ په سورهً النمل کی د کومی ملکې ذکر راغلی دی ؟
۵ ـ په سورهً « ص » کی د کوم پیغمبر ذکر ډیر سوی دی ؟
۶ ـ که چا نفلي روژه په قصده وخوړل یا یې جنسي عمل وکړ نو ؟
الف : روژه یې مکروه کیږی ؛
ب : روژه یې ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی ؛
ج : قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي ؛
د : نفلي روژه نسته .
۷ ـ که یو څوک په بل چا باندی په زوره روژه ماته کړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : روژه یې مکروه کیږی ؛
ج : روژه یې ماتیږی خو صرف قضایی به راګرځوي ؛
د : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی .
۸ ـ پر شاګرد د استاد څومره حقونه دي ؟
الف : د خپل مور او پلار د حقونو غوندی ؛
ب : د خپل اولاد د حقونو غوندی ؛
ج : د خپلو وروڼو او خویندو د حقونو غوندی ؛
د : ټوله صحیح دي .
۹ ـ د احد په غزا کی د مشرکینو قوماندان څوک و ؟
الف : ابو سفیان ؛
ب : ابی بن خلف ؛
ج : خالد بن ولید ؛
د : ابوجهل .
۱۰ ـ رسول الله (ص) په کومه غزا کی امر وکړ چی د خرما باغونه دی قطع او وسوځل سی ؟
الف : د احزاب غزا ؛
ب : د خیبر غزا ؛
ج : د بنی نضیر غزا ؛
د : د تبوک غزا .
او دا هم د نن زرین اصل : د ګرمۍ د روژو څخه مه ډاریږه . الله د لږ ګرمي ، لږ تندې ، او لږ لوږې په بدل کی د تلپاتی ګرمۍ ، تلپاتی تندې او تلپاتی لوږې څخه نجات درکوی !