طالبانو دبغلان په مرکز کي دډنډي غوري سیمه نیولې

وسله والو طالبانو دبغلان ولایت په مرکز پلخمري کي له عسکرو سره تر سختو جګړو وروسته دډنډي غوري سیمه نیولې ده.
دبغلان چارواکو ویلي، چي وسله والو طالبانو دډنډي غوري په سیمه کي دامنیتي ځواکونو پوستې او مرکز نیولی او عسکر له دغې سیمي شاتګ ته اړ کړای شوي دي.
دبغلان دولایتي شوراغړي بسم الله عطاش ویلي، چي وسله والو تیره ورځ ماښام دډنډي غوري سیمه نیولې او عسکرو دهجده کوتل سیمي ته شاتګ کړی دی.
دعطاش په خبره، چي وسله والو طالبانو په سیمه کي ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.
وسله والو طالبانو ویلي، چي دوی په ډنډي غوري سيمه کي هغه ټولي پوستې نیولي، چي له څو ورځو راهیسي يې کلابندي کړې وې.
دبغلان دپولیسو ویاند جاوید بشارت ویلي، چي په ډنډي غوري سیمه کي دامنیتي ځواکونو پوځي مرکز دوسله والو طالبانو دبریدونو له امله په بشپړه توګه تخریب شوی دی.
نوموړي ویلي، چي طالبانو په جګړه کي درندې وسلې کارولي، چي له امله یې پوځي مرکز او ټولي پوستې ویجاړي شوي دي.
دبغلان دولایتي شورا رئيس صفدر محسني ویلي، چي امنیتي ځواکونو دپلخمري په څو کيلومترۍ کي خپل مرکزونه پرې ايښي دي.
نوموړي اندېښنه ښودلې، چي کيدلی شي، طالبان دپلخمري ښار ته  ننوځي.

دډنډي غوري په سیمه کي له تیرو لسو ورځو راهیسي جګړې رواني وې، چي دسیمي داوسیدونکو په وینا، دعسکرو دهاوانونو او توپونو په بریدونو کي ګڼ شمېر ولسي وګړي ټپیان او په شهادت رسيدلي دي.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button