دپکتیکا له مرکزي زندان څخه څلور تنه زندانيان تښتيدلي

دپکتیکا چارواکو ویلي، چي ددوو سرتيرو بریدکونکو په ګډون ۴ تنه زندانیان ددغه ولایت له مرکزي زندان څخه تښتيدلي دي.
دپکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال علی مست مومند ویلي، چي څلور تنه زندانیان له دارالتاديب څخه تښتيدلي، چي دنیولو لپاره یې هڅي رواني دي.
نوموړي ویلي، چي دپيښي په تړاو یې څلور تنه پولیس نیولي، چي اوس مهال پوښتني ورڅخه رواني دي.
دپکتیکا یوې امنیتي سرچينې ویلي، چي څلور تنه زندانیان دشنبې په شپه ناوخته له زندان څخه تښتيدلي دي، چي دزندان مسوولین نن سهار پرې خبر شوي.
ویل شوي، چي په تښتيدلو بندیانو کي دوه تنه هغه سرتيري بریدکونکي وو، چي دپولیسو له لوري په سروبي ولسوالۍ او سلطانو سیمه کي نیول شوي وو.
دپکتیکا دچارواکو په وینا، چي دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي دي.
تراوسه ویل شوي نه دي، چي دغه زندانیان په څه ډول له زندان څخه تښتيدلي دي.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button