ننګرهار کې د داعش يو بل مشر (حافظ سعيد) وژل شوی

139404201358338745675693

کابل ( عزم: شنبه،۲۰ چنګاښ ٩٤)د افغانستان د ملي امنيت لوي رياست په افغانستان کې د داعش د ډلې يو بل مشر حافظ سعيد وژلی.
د ملي امنيت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې حافظ سعيد د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په ( تخت ) نومي سیمه کې له خپلو نورو ۲۹ وسله والو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی .

اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ملي امنیت ادارې په یاده سیمه کې د اسلامي دولت نومي ډلې د غونډې په اړه تر لاسه شوي معلومات له اییتلافي ځواکونو سره شریک کړل او نړیوالو ځواکونو پر حافظ سعید او ملګرو یې بمباري وکړه.

بل خوا د طالبانو يوه وياند دا خبر رد کړی او وايي حافظ سعيد خان ژوندی دی. خو دا یې منلې چې په برید کې شاهدالله شاهد وژل شوی.

له دې دوې ورځې مخکې افغان چارواکو په ننګرهار کې د یادې ډلې یوه بل لوړ پوړي غړي، شاهدالله شاهد د وژل کېدو خبر هم ورکړی و..

دا وروستیو کې له ننګرهاره د داعش د ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړیو نښتو رپوټونه  هم ورکړل شوي دي.

داعش ډلې افغانستان او پاکستان ته د ‘خراسان ولایت’ نوم ورکړی او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې فعالیتونه لیدل کېږي.

حافظ سعید خان چې د پاکستان اورکزیو قبیلو اوسېدونکی و چې په سیمه کې د داعش لومړنی مشر ټاکل شوی و.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button