وسله والو طالبانو د بغلان ولايت ډنډغوري سيمه نيولې
پلخمري( عزم: شنبه،۲۰ چنګاښ ٩٤) د بغلان ولايتي شورا غړى بسم الله عطاش وايي، چې طالبانو پرون مازديګر د ډنډغوري په وردګو سيمه کې وروستى پوځي مرکز ونيو او د هاوان دوه دستګاوې او مهمات يې ترلاسه کړي دي چې له امله يې پلخمري ښار له امنيتي ګواښ سره مخ دى.
عطاش رسنيو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د هجده کوتل سيمې پر لور شا تګ کړى دى.
عطاش زياته کړه:” ددې نظامي مرکز له سقوط سره ، دپلخمري ښار امنيت له ګواښ سره مخ دى او ښايي طالبان له دې استقامت څخه د ښار دروازې ته ورسېږي.”
د ډنډغوري وروستۍ سيمه له پلخمري ښار څخه کابو يو کيلومتر واټن لري او په وروستۍ يوه مياشت کې له دې سيمې څخه پلخمري ښار درې ځله تر راکټي بريد لاندې راغلى ، چې په ټوله کې څه باندې ١٠ تنه ټپيان شوي دي.
خو د بغلان امنيه قوماندانۍ وياندجاويد بشارت وويل چې د وردګو په سيمه کې پوځي مرکز د طالبانو د درندو وسلو د بريدونو له امله ويجاړ شوى او د استفادې وړ نه دى ، نو ځکه امنيتي ځواکونو له هغه ځاى څخه شا تګ کړى دى.
نوموړي زياته کړه،چې د اردو ، پوليس او ملي امنيت ځواکونه دامهال د ډنډغوري په شاوخوا غونډيو کې ځاى پرځاى شوي او د سيمې بېرته نيولو لپاره پلان لري.
خو طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه کې ويلي چې په ډنډغوري سيمه کې د دولت وروستى پوځي مرکز يې له څو ورځو کلابندۍ نه وروسته ولکه کړى چې په ترڅ کې يې ٢ سرتيري وژل شوي، شپږ نور ټپيان شوي او نور يې تښتېدلي دي.
په دې جګړه کې يو شمېر ملکي وګړي هم ژوبل شوي او يو شمېر نور د کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
عبداللطيف نظيف