القاعده: مجاهدين دې په امريکايي اهدافو بريدونه تيز کړي

al-qaeda-576x330

صنعا ( عزم: شنبه،۲۰ چنګاښ ٩٤) په سوريه کې د القاعده جهادي غورځنګ  د يوه سيمه ييز مشر له وژل کېدو وروسته ددغه ګوند د يمن له پاره نوي  ټاکل شوي مشر اعلان کړی چې له دې وروسته به په امريکايي هدفونو بريدونو ته لا زور ورکوي.
دغه اعلان  په يمن کې د القاعده جهادي غورځنګ نوي مشر قاسم الريامي په داسې حال کې وکړ چې ددغه ګوند د يمن پخوانی مسؤل ناصر الوحيشي تېره ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

الريامي په يوه پيغام په خپلو ملګروغږ کړی چې له امريکا څخه دمظلومو مسلمانانو  انتقام واخلئ او خپلې وسلې د امريکايي هدفونو په له منځه وړلو کې وکاروئ. په پيغام کې د القاعده د لارښود ډاکټرايمن الظواهري د اطاعت او امر منلو يادونه هم شوې ده.

د يادونې وړ ده چې له يوې خوا په يمن کې د کې دسعودي عربستان  اتحادي ځواکونه له حوثي ياغيانو سره په جګړه بوخت دي او بل لور ته امريکا په يمن کې د القاعده شبکې په مهمو غړو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ترسره کوي۔

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button