لوبډلمشر بايد څوک وي؟

پدې کښې هیڅ شک نشته چې مشري د اعزاز خبره ده، خو ورسره جوخت د مسوليتونو يو غټ بار هم دی. په نړيوال کرکټ کښې لوبډلمشري يوازې د يو درجن لوبغاړو د لوبولو مهارت ته نه ويل کيږي، بلکې پر نړيواله سطحه د يو هيواد او د هيواد د ميلونونو وګړو استازيتوب دی. لوبډلمشر بايد له لاندې ذکر شویو صفاتو څخه برخمن وي.

شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجيح ورنکړي او د هيواد سره يې مينه او اخلاص حقيقي بڼه ولري.

لوبډلمشر بايد په هر اړخيز ډول د کرکټ په اصولو، قوانينو او مقرراتو خبر وي. خپله هم يو ښه لوبغاړی وي او پر لوبډله بوج نه وي.

په بريا کښې د لوبې د کريډټ ويشونکی او د ماتې د مسوليت منونکی وي.

د کرکټ د لوبې پر پلانونو او ستراتيژي يې سر خلاص وي او د لوبغاړو پر ځای لوبول او د حالت پر بدليدو د پلان د بدلولو مهارت او حکمت ولري.

پر ځان او لوبډله يې بشپړ باور وي. د لوبغاړو ذهنونه يې بايد داسې برابر کړي وي، چې سل سلنه هڅه به يې حتماً د بريا تر حده رسوي.

بايد لويه حوصله او زغم ولري. پر خپلو احساساتو پوره کنټرول ولري او يو ښه اوريدونکی وي. بايد د دې وړتيا ولري چې د لوبې پر وخت د متقابل اړخ لخوا وارد شوی فشار مهار کړای شي.

د لوبغاړو ترمنځ د اتحاد او اتفاق ذريعه او د شفقت او مهربانۍ سمبول وي.

په خبرو کښې يې فصاحت شتون ولري، په خبره پوه او حاضر ځواب وي.

زه يو کس پيژنم چې له نورو غوره دی.

تاسې څوک وړ بولئ چې د اوسني لوبډلمشر ځای ناستی شي؟

لیکنه: sayad aw

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button