د افغانستان پولو ته لنډه کتنه
افغانستان د منځنۍ آسیا په زړه کې پروت دی، چې مساحت يې لږ تر لږه ۶۵۲۲۲۵ کیلو متر مربع تشکيلوي. د عربو ټاپو چې د افغانستان سویل خوا ته موقعیت لري لږ تر لږه ۳۰۰ میله لرې پرته ده، د افغانستان لوی سرحد له پاکستان سره دی،چې د افغانستان سویل ختیځ خواته چې ۲۴۱۳ کیلو متره اوږدوالی پروت لري.
د افغانستان لوېدیځ خواته ایران دی چې له افغانستان سره لږ تر لږه ۹۲۵ کیلو متره اوږده پوله لري، همدا رنګه افغانستان د شمال ختیځ خواته د چین سنګیانګ ایالت سره ۹۶ کیلو متره ګډه پوله لري. افغانستان د شمال خواته له تاجيکستان، چې۱۳۶۰ کیلو متره، ازبيکستان سره ۱۴۵ کیلومتره او ترکمنستان سره ۸۷۴ کیلومتره ګډه پوله لري.
د سرحدونو معلومول: د هېوادونو تر منځ ګډې پولې د بین المللي حقونو او بین المللي معاهداتو په واسطه معلومېږي. هغه ګډې پولې چې د دې لارې معلومې شي، معمولآ د خلکو تګ را تګ او مالونو قانوني وړل راوړل له یو هیواده بل ته تنظیم کوي. هغه ګډې پولې چې د هیوادونو تر منځ دعوایي وي د بین الملل له طرفه په رسمیت نه پېژندل کېږي چې د نړۍ په څو هېوادونو کې همداسې جنجالي ګډې پولې شتون لري چې تر اوسه بین الملل په رسمیت نه دي پېژندلي. چې له هغې جملې د پاکستان او هندوستان تر منځ کشمیر، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښه یې ښه مثالونه دي.
د ځمکني پولو معلومول: د زیاتو هیوادونو ګډې پولې د معاهداتو په اساس معلومېږي او د بین الملل له طرفه په رسمیت پېژندل کېږي کومې سیمې چې د هېواد اړوند وي د هغې هېواد قلمرو څخه حسابېږي.
په اوبو کې د پولو معلومول: دا پولې هم د بین المللي معاهدو په اساس معلومېږي هغه اوبه چې د هیواد اړوند وي کولای شي له هغې څخه ګټه واخلي.
د افغانستان ګډې پولې:
۱ د ډیورنډ سرحدي پوله: افغانستان سویل ختیځ ته له پاکستان سره ګډه پوله لري چی د بدخشان ولایت کلیک کوتل څخه پيل او بیا د نیمروز ولایت د ملک تور غره پورې د ډیورنډ په نوم یادېږي چې لږ تر لږه ۲۳۱۰ کیلو متره اوږدوالی لري.
۲ د مکمهان سرحدي پوله: سویل لوېدیځ ته له ایران سره پرته ګډه پوله چې د نیمروز ولایت د ملک تور غره څخه پيل او د فراه ولایت تر تور غره پورې دوام لري د مکمهان په نوم یادېږي چې لږ تر لږه ۴۷۵ کیلو متره اوږدوالی لري.
۳ فخري سرحدي پوله: د افغانستان لوېدیځ ته له ایران سره پرته ګډه پوله چې په فراه ولایت کې د تور غره ځخه پيل او د هرات ولایت تر ذوالفقار درې پورې دوام لري او لږ تر لږه ۴۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
۴ د امیر شیرعلي خان سرحدي پوله: دا سرحدي ګډه پوله چې د افغانستان شمال خواته پرته ده د بدخشان ولایت زرقول یا وکتوریا جهیل څخه پيلېږي او دجوزجان ولایت خواجه صالح تر کلا پورې دوام لري چې لږ تر لږه ۱۷۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري.
۵ د رجوې سرحدي پوله: د افغانستان شمال لوېدیځ خواته پرته ګډه پوله چې په جوزجان ولایت کې د خم آب څخه پيل په هرات ولایت کې د ذوالفقار تر درې پورې دوام لري چې لږ تر لږه ۵۶۰ کیلو متره اوږدوالی لري.
۶ د پامیر سرحدي پوله: دا سرحدي پوله چې د بدخشان ولایت زرقول څخه پيلېږي او بیا د بدخشان ولایت د يولي تر درې پورې د ۹۰ کیلومترو په اوږدوالي دوام لري.
د ځمکني، هوایي او اوبو سرحدونو معلومول:
۱ ځمکنی سرحد: هغه کرښې دي چې په طبیعي او یا هم د انسانانو په واسطه پېژندل شوې دي دا معلوموي چې د یو هېواد قلمرو په کوم ځای کې پای ته رسېږي او د بل هیواد قلمرو پيلېږي.
۲ هوایی سرحد: د ځمکني سرحد په واسطه د هوا په لور لږ تر لږه ۱۰۰ کیلو متره پورې وي.
۳ د اوبو سرحد: د اوبو سرحد په جهیل، رود او بحر کښې د بین المللي معیارونو په واسطه معلومېږي.
د اوبو سرحد د بحر غاړې څخه د بحر په طرف لږ تر لږه ۱۲ میله دی.
په افغانستان کې ۱۶ قانوني ساحې د سرحدونو څخه د عبور او مرور په خاطر شتون لري چې عبارت دي له:
۱ بدخشان کې نسئ بندر چې افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۲ بدخشان کې اشکاشم بندر چې دا هم افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۳ د بدخشان جا مورچ بندر چې افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۴ ـ بدخشان کې شغنان بندر چې افغانستان له تاجیکستان هیواد سره نښلوي.
۵ ـ د بدخشان واخان بندر چې افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۶ د کندوز شیرخان بندر چې افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۷ ـ د تخار آی خانم بندر چې افغانستان له تاجيکستان سره نښلوي.
۸ د بلخ حیرتان بندر چې افغانستان له ازبيکستان سره نښلوي.
۹ د جوزجان آقینه بندر چې افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي.
۱۰ د نيمروز ابریشم بندر چې افغانستان له ایران سره نښلوي.
۱۱ د هرات اسلام قلعه بندر چې افغانستان له ایران سره نښلوي.
۱۲ د هرات تور غنډی بندر چې افغانستان له ایران سره نښلوي.
۱۳ د کندهار سپین بولدک بندر چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي.
۱۴ د خوست غلام خان بندر چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي.
۱۵ د ننګرهار تورخم بندر چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي.
۱۶ ـ د فراه ابو نصر فراهي بندر چې افغانستان له ایران سره نښلوي.
لیکنه: پوهنمل نورجمال وردګ