افغان او پاکستاني چارواکو د تورخم پر تړلې دروازه خبرې کړې

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۲): د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو د پرون (یکشنبه) په تورخم کې پر پوله د رامنځته شوي کړکېچ په اړه سره کتلي دي.
د پاکستان “د نیوز ورځپاڼې” د دوشنبې پر ورځ د رسمي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې دغه غونډه د یکشنبې پر ورځ ماسپښین پیل او دوه ساعته روانه وه.
ورځپاڼې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د اسلامي امارت د سرحدي ليوا ګانو مسول حاجي شريف، د ګمرک رییس حافظ عصمت الله یعقوبي، قاري معراج او مولوي تکل ګډون کړی و.
د پاکستان له لوري د خيبر کرنل عاصم کياني او نورو چارواکو استازیتوب کړې دی.
ځینې سرچینو “د نیوز” ته ویلي چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د خبرو او بحث له لارې به د شخړو په اوارولو کې مرسته وکړي او د لوړپوړو چارواکو له سپارښتنې وروسته به دا لویه لار پرانیستل شي.
اسلامي امارت ویلي؛ پاکستانيو ځواکونو پر افغان پوله ساتو هغه مهال ډزې وکړې چې دوی د افغانستان په خاوره کې پر زړو امنیتي پوستو نوی کار کاوه.
یوې سرچینې د اسلامي امارت د پلاوي د څرګندونو له مخې ویلي چې دغه پلاوي پاکستانيو چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د جوړېدو په حال کې پوسته به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
پاکستاني لوري افغان چارواکو ته ویلي چې زړې امنیتي پوستې رغولی شي؛ خو نړیوال قانون د نړیوالې پولې په سل مترۍ کې د نویو امنیتي پوستو د جوړولو اجازه نهورکوي.
پاکستانيو چارواکو افغان چارواکو ته ویلي چې دوی باید صفري نقطې ته څېرمه د نویو امنیتي پوستو له جوړولو مخکې پاکستان ته د نوې امنیتي پوستې له جوړولو خبر ورکړی وای.
افغان چارواکو له پاکستانيو چارواکو غوښتي چې د تورخم دروازه بېرته پرانېزي او ولاړو باروړونکیو موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.
د یادولو ده چې د تورخم لار د چارشنبې پر ورځ د وږي پر ۱۵ نېټه د ټولو ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.