د بدني ښکلا یو افغان لوبغاړي په فلیکس پرو سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی

عزم: (دوشنبه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۲): د بدن ښکلا یوه افغان لوبغاړي د فلیکس پرو تر نامه لاندې په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی. یاد افغان علي بلال نومیږي چې په دې سیالیو کې یې لومړی مقام خپل کړی.
بلال د لومړي مقام په خپلو د سرو زرو د مډال ګټونکی اعلان شوی.
د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ تېره یکشنبه د سپتمبر پر لسمه د ایټالیا په میلان ښار کې ترسره شوې. ویل کیږي چې ده افغان ورزشکار د فلیکس پرو سیالیو له بریا وروسته سیده د مستر المپيا سیالیو ته لا پیدا کړه.
پلان شوې چې مسترالمپیا سیالۍ د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر پر دویمې پیل او د همدې میاشتې تر پينځمې دوام وکړي. د المپیا نړیوالو سیالیو کوربتوب امریکا پر غاړه اخیستی.
یاده دې شي چې افغان ورزشکار علي بلال تر دې وړاندې په مسترالمپيا سیالیو کې نهم مقام ترلاسه کړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button