د سولې د هڅو پر فعال نظر محمد مطمئن باندې ناکام برید شوی

عزم (جمعه، ۱۹ تله، ۱۳۹۸): نن د جمعې تر لمانځه وروسته په کابل ښار کې د سیاسي چارو پر شنونکي او د سولې د هڅو پر فعال نظر محمد مطمئن باندې د یوه نامعلوم وسله وال لخوا برید شوی، خو نوموړی روغ ترې وتلی دی.

ښاغلي مطمئن پر خپل ټویټر لیکلي چې د جمعې تر لمانځه وروسته ”پر ما ډزې وشوې، خو الحمدلله ثم الحمد لله، زه بچ شوم“.

نوموړي زیاته کړې چې له بریدګره یې تفنګچه یووړه، ”خو هغه په داسې حال کې وتښتېد چې د ملي امنیت دوه کسان همدلته زموږ له کور سره دستي نږدې ولاړ وو او سړی وتښتېد… امنیت والو ته مې وویل چې برید کوونکی منډې وهي، خو هغوی سپینې سترګې ولاړ وو“.

تر دې دمه معلومه نه ده چې پر ښاغلي مطمئن برید چا کړی.

مطمئن په تېره اپرېل میاشت کې یوې کورنۍ ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي و چې د بېلابېلو کړیو لخوا د سوله ییزو فعالیتونو او سولییزې داعیې پر سر ګواښل کیږي. مطمئن زیاته کړې وه چې له حکومته یې  د خوندیتوب غوښتنه هم کړې، خو منل شوې نه ده.

نظر محمد مطمئن په کورنیو رسنیو کې وخت ناوخت د شنونکي په حیث راښکاره کیږي، او د سولې د هڅو کلک پلوی دی.

نوموړی پر کابل حکومت باندې د سختو نیوکو له امله، یو ځل د ۲۰۱۶ز کال په نومبر او بیا د ۲۰۱۷ز کال د جولای په وروستۍ نېټه د ملي امنیت له لوري نیول شوی و، خو وروسته بېرته خوشی کړل شو.

که څه هم د ۲۰۱۷ز په جولای کې ملي امنیت د نوموړي د نیول کېدو دلیل نه و روښانه کړی، خو ښاغلي  مطمئن ته نږدې سرچینو ویلي و چې نوموړی د سولې د یوه کنفرانس لپاره د فعالیت په وجه نیول شوی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button