د نوي نظام د ګمارنو په اړه

خط اول

ځينې خلک نيوکه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت ټول حکومتي پوسټونه يوازې خپلو افرادو پورې منحصر کړي دي. دوی وايي ولې په اړوندو چارو کې د خپل مسلک متخصصين نه ټاکل کيږي؟
د دغه اعتراض د ځواب او وضاحت لپاره بايد ووايو چې الحمدلله اسلامي امارت تر ډېره بريده مسؤليتونه خپل اهل ته سپاري. دا چې اوس د ټولو وزارتونو او لوړو پوسټونو لپاره علماء ټاکل شوي، د دې علت دا دی چې له بده مرغه افغانستان په ډېرو برخو کې داسې اشخاص نه لري، چې هم د مسلک په اعتبار د منصب وړ وي او هم د تقوی، اخلاص او امانت داري په معيار برابر وي. البته که داسې اشخاص وموندل شي چې پر دغو دواړو معيارونو برابر وي، بيا نو بالکل د منصب او مسؤليت حق د هغوی دی. خو دا چې تر اوسه داسې خلک نشته، نو ځکه اسلامي امارت د مسلک په پرتله، اخلاص، تقوا او دينداري ته لومړيتوب ورکړی، مګر داسې يو چوکاټ يې هم ورته جوړ کړی چې مشري يې تقواداره خلکو ته سپارلي، خو د مسلک متخصصينو ته يې هم د کار او خدمت موقع برابره کړې ده.
مثلاً د بريښنا، زراعت، کانونو، بيا رغونې او داسې نورو وزارتونو لپاره يې علماء ټاکلي، خو د هغوی لپاره يې له ډېر چاڼ او لټون وروسته؛ د اړوندو چارو متخصصينن او مسلکي اشخاص د مرستيالانو، سلاکارانو او نورو مأمورينو په حيث ګمارلي.
معنی دا چې اسلامي امارت هيڅکله په حکومتي چارو کې د مهارت، مسلک او تخصص مخه نه ده ډب کړې.
کاشکې موږ د زارعت، انرژي، کانونو او نورو برخو کې داسې اشخاص درلودای، چې په خپل مسلک کې د لياقت درلودلو تر څنګ يې دومره تقوا، اخلاص او دينداري درلودی چې د وزارت په سطحه باور پرې کېدلی شوی.
بيا هم دا د نوي نظام د پيل مرحله ده، دومره په لنډه موده کې دغه ډول مهمو پوسټونو ته د تقوا او مهارت پر دواړو معيارونو د برابرو اشخاصو موندل ناشوني دي، نو ځکه د مهارت په پرتله تقوا او اخلاص ته لومړيتوب ورکړل شوی او داسې چوکاټ ورته جوړ شوی چې د يو متقي او مخلص مشر تر څار لاندې ټول متخصصين او ماهرين خپل خدمات وړاندې کړي. مګر ورو ورو به که خدای کول داسې وزيران او رئیسان ولرو چې هم په خپل مسلک کې ښه لايق وي او هم په په تقوا، اخلاص او امانت داري کې د باور وړ وي.
نو پر ځای د دې چې د پخوا په شان غله او مفسد مسلکيان وګمارل شي، ښه به دا وي چې مخلص خلک مشران وټاکل شي او د هغوی تر څار لاندې مسلکي او ماهرو خلکو ته ځای ورکړل شي.
بل دا چې تر ډېره بريده د مشر کار اداره او منجمنټ وي، هغه که اړوند مسلک کې مهارت ونه لري هم، خو چې مخلص وي او تر لاس لاندې خلک يې په کار پوه او متخصصين وي، نو په دېره ښه توګه کار کولای شي.
البته داسې خو امارت هم نه کوي چې ډاکتران له روغتونونو وشړي، پر ځای يې ملايان وټاکي، يا بانکداران له بانکونو وشړي او ملايان د هغوی کمپيوټرونو ته کښينوي. امارت فقط دا غواړي چې رهبري د سالمو اشخاصو په لاس کې وي او همدا د اسلام غوښتنه هم ده. نو که چېرې خلک دا اعتراض کوي چې پلانی وزير يا رئيس خو پلانۍ برخه کې مهارت نه لري، نو موږ هم اعراض کولای شو چې پلاني ډاکتر صاحب او انجنير صاحب کې تقوا، اخلاص او امانت داري نشته، مفسد دی!
پر دغه بحث د ښه سر خلاصېدو لپاره به يو مثال ذکر کړو:
حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه ډېر تکړه جنګي قوماندان ؤ، حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د يو لوی لښکر امير ټاکلی ؤ، خو حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ورته وويل چې د لښکر مشر ابوعبيده رضي الله عنه وټاکه! ځکه چې په هغه کې رحم، تقوا او شفقت زيات دی او له لومړنیو مؤمنانو څخه دی. ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وويل چې د ابو عبيده رضي الله عنه په پرتله خالد رضي الله عنه ډېر تکړه جنګي قومندان دی. عمر رضي الله عنه وويل: ابو عبيده مشر وټاکه، هغه کې رحم او شفقت زيات دی، خالد بن وليد به د هغه تر څار او مشري لاندې د جنګ پروګرامونه او پلانونه برابروي، نو په دې توګه به اسلامي لښکر مهارت او شفقت دواړه تر لاسه کړي.
نو مشري غیر مسلکي شخص هم کولای شي، خو چې تقوا او اخلاص پکې موجود وي او مرستیالان، مشاورین او مأمورین یې مسلکي او متخصصین وي.
ښايي اوس مو ګيله يو څه کمه شوې وي؟!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button