امنيه قومنداني: غزنی کې ۱۰کومانډو سرتېري او وژل شوي

غزني کې د طالبانو په بريدونو کې د کومانډو ١٠ سرتېري وژل شوي دي.
د غزني امنيه قومانداني وایي، طالبانو تېره شپه د جاغوري ولسوالۍ د حوتقول پر سيمه ډله ييز بريدونه کړي چي له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د قومندانۍ په وینا، په دغو بريدونو کې د کومانډو ځواکونو لس سرتېري وژل شوي، او شپږ کومانډو ټپيان دي.
چارواکي وایي، په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر مورچو هوايي بريدونه شوي او هغوى ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد بیا خپل لورې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې په دغو بریدونو کې يې پنځه پوستې او ګڼ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې چې د ۲۲ مړي میدان کې پاتې دي.