افغانستان په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه وبایلله

عزم (جمعه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۲): په نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده او وروستۍ لوبه یې جنوبي افریقا ته وبایلله.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ توپ وهنه یې غوره کړ.
افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په زیان سره ۲۴۴ منډې وکړې.
عظمت الله عمرزي تر ټولو ډيرې ۹۷، رحمت شاه او نور احمد ۲۶، ۲۶ منډې وکړې.
د افریقا لپاره کویټزي ۴، لونګي نیګډي او کیشو مهاراج ۲،۲ ویکټې واخیستې.
افریقا ورکړل شوی هدف په ۴۷.۳ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان سره پوره کړ.
وان ډير ډوسین ۷۶، ډي کاک ۴۱ او پهیلکوایو ۳۹ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره راشد خان او محمد نبي ۲،۲ ویکټې واخیستې.
دا په نړیوال جام کې د افغانستان ۵ او وروستۍ ماتې وه.
افغانستان په روان نړیوال جام کې ټولې ۹ لوبې وکړې، چې ۴ یې پکې وګټلې.
دا په تېرو ۳ نړیوالو جامونو کې د افغانستان تر ټولو بهترین سفر و، چې په ۷م مقام سره پای ته ورسېده.
په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې ۳۷۶ منډې ابراهیم وکړې. عظمت عمرزي ۳۵۳، رحمت شاه ۳۲۰، حشمت شهیدي ۳۱۰ او رحمان الله ګربز بیا ۲۸۰ مجموعي منډې وکړې.
په توپ اچونه کې راشد خان ۱۱، محمد نبي، نوین الحق او مجیب الرحمن ۸،۸ او همداراز عظمت عمرزي ۷ ویکټې واخیستې.
نن به په نړیوال جام کې د اسټرالیا او بنګله دیش او پاکستان او انګلستان ترمنځ لوبې وشوي.
هندوستان، جنوبي افریقا او اسټرالیا هغه ۳ لوبډلې دي، چې له وړاندې لا د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته رسېدلې دي.