د کرکټ ښې او خرابې ورځې

کرکټ ښې او خرابې ورځې لري، یو شمیر مبصرین یې ډیره ظالمه لوبه بولي. پرون چې کومه کانه په مونږ وشوه دا د کرکټ په میدان کې نه لومړۍ وه، نه به وروستۍ وي. په 1983 نړیوال جام کې هندوستان د زمبابوې نوې ټوکیدلې لوبډلې خلاف په 17 پنځه او 78 اووه سوځیدلي وو خو بیا کپیل دیوف داسې 175 منډې وکړې چې پرون یې میکسویل یاد تازه کړ. همداسې په سینټ لوشیا، د غرب الهند په جزایرو کې د 2010 کال نړیوالو شل اوریزو لوبو په لړ کې مایکل هسي په 24 توپونو 60 منډې، د کوهلي د تیر کال شل اوریز جام کې د پاکستان په ضد لوبه کې کمالي اننګز, د کارلوس بریت وایټ لخوا د سټوکس ټکول. داسې کیسې خورا ډیرې دي.
کرکټ کې یوه اصطلاح ده، وايي نن د پلانکي ورځ وه، مونږ بیا متل لرو، وايي د پلانکي بخت بیداره دی، په اوبو کې یې ډیوه بلیږي. پرون د میکسویل ورځ وه، هر څومره چې اګر مګر وکړو، خبره بیرته هملته راځي چې بخت یې بیداره وو. که نه یو کیچ یې مس شو، بال یې په ایل بي ډبلیو له ویکټو پورته تیر شو، کمینز ورسره ودرید، انفټ ځان باندې پرته له فوټ ورک ولوبید او نیمه کیچ یې شاهدي او راشد ترمنځ ولوید.
زه لا بله وایم، ځان نه به پاکستانیان نه جوړوو چې هر بیلاد ته پلمې لري او هر مخالف لره پیغور. میکسویل غوره پاڼۍ وکړه، نړیوالو لوبغاړو معجزه اننګز یاد کړ، سچن ټنډولکر وايي چې زما د ژوند تر ټولو غوره د یو ورځنیو لوبو پاڼۍ وه. راځئ دا ومنو چې مونږ د افغان اتلانو خرابې لوبې نه بلکې د یو چیمپین لوبغاړي خارق العاده پاڼۍ مات کړي یوو. د دغه اتل ته چې زمونږ په مخالفه لوبډله کې دی د سپورټس مین سپرټ د ارزښتونو په رڼا کې ورته ودریږو او چکچک ورته وکړو. د پرونۍ ماتې په ماحول کې دا ماته غوره چاره ښکاري.دې کې شک نشته چې پرونۍ ماتې زغمل سخت وو خو دا منل تر هغې سخت نه دي چې “هیټس آف میکسي”.
مجیب اتل و، اتل دی او اتل به وي. لسګونه لوبې یې د خپل د ګوتو په کمال د ګران هیواد د بري په شمله کې ټومبلي. پرون یې له دغه شهزاده زار. زمونږ د کرکټ شاه زلمو مونږ ته 23 د اکتوبر ګټلی، انګلستان او سریلنکا یې راته ماته کړه، د اسټریلیا سره به بیا شي. دا ګټل بیلل به روان وي، راځئ چې خپل شاه زلمي د هیواد ویاړونه ونه بایلو. راځئ مجیب ته پیغام ولیږو چې اتله، دا یو کیچ مو درباندې پور شو، ادا کول یې دا دي چې خپل کیچنګ باندې دومره کار وکړه چې سره له سوده یې راته بیرته پرې کړې. په را روانه لوبه کې داسې په میدان وغړمبیږه چې مونږ نه دغه یو کیچ هیر شي! هو، مجیبه ګله، ته دا کولی شې، په وار وار دې کړي.
مجیبه، زما په یاد دي چې پاکستان دې راته د نولس کلنو په شل اوریز آسیا جام کې په ګونډو کړی وو، بیا یې هم کوې!
لیکنه: مستاق رحیم