د نشه یي توکو پرځای باید بدیل کښت غوره شي

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هېواد کې د نشه یې توکو کښت، قاچاق، پروسس او ترافیک بند کړی دی، ځکه نشه یې توکې په حقیقت کې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخ کوي او دا هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي، بنآ ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې او کوي یې او په خپله مبارزه کې هوډمن دي او په دې برخه کې یې تل ښې او د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي. د اسلامي امارت اړوندو مسوولینو ویلي چې په هېواد کې د نیشه یي توکو دله منځه وړلو پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده.
د ۲۰۲۱ زیږدیز، کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسیدو وروسته اسلامي امارت دنشه یي توکو یو زیات شمیر قاچاق وړونکي نیولي اوبندیان کړي دي، همداشان یادو مسوولینو ګاونډیو او دسیمې هېوادونو ته هم ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندیښنه ونه لري، بلکې له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو دبدیل کښت په موندلو کې باید مرسته وکړي.
له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل، د مخدره توکو د قاچاقبرانو او کاروباریانو نیول او د قانون منګولو ته یې د سپارلو او ترڅنګ یې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې هم د امنیتي ځواکونو هڅې، کړنې او لاس ته رواړنې د قدر وړ دي، پاک الله (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نشه یې توکو قاچاقبران، پلورونکي او کاروونکي د هېواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري، ترڅو له امله یې د ټولنې نظم او ثبات لا پسې خوندي کړای شي.
هیره دې نه وي چې زغفران او د انجې بوټي کرل د کوکنارو پرځای غوره بدیل کښت هم بلل کېږي چې له نیکه مرغه ددغه بدیل کښت کرکیلې ته هم یو څه پاملرنه ور اوختې ده، له څنګه چې په دې وروستیو کې د کرنې اوبو لګولــو او مالدارۍ وزارت دمسوولینو له قوله هم ویل شوي، چې پــه روان کال کې يې پر نــږدې زر هکتاره ځمکه د انجې بوټي د کرلو بهير بشپړ کړی دی. همداراز په لسو ولايتونو کې د دغه بوټي د کرکيلې لپاره هم هڅې پيل شوي دي. همداشان خصــوصي ســکتور هم د انجې بوټي پر کرکيلې او توليدي چارو ډېرې پانګونــې کړي او د هوايــي دهلېز لــه لارې نوروهيوادونــو ته صادر شــوي دي. دصنعت او ســوداګرۍ وزارت د ورکــړل شــويو معلوماتو له مخې د انجې بوټي ډېره برخه صادرات هند، چين، پاکستان او امريکا تــه کېږي. انجه د هيواد لــه مهمو طبي بوټو او صــادراتي محصولاتــو څخه ده، چــې پــه دې وروســتيو کلونو کې يــې د توليد کچې د پام وړ وده کړې ده. همدار راز په ځینو ولایتونو کې بزګرانو د کوکنارو دکښت پرځای بیا د زعفرانو کرکیلې ته مخه کړې ده چې دا هم واقعآ غوره اقدام دی.
دیادونې وړه ده چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم باید له اسلامي امارت او خلکو سره د کوکنارو دبدیل کښت په برخه کې په پرله پسې ډول لازمه مرسته او هراړخیزه همکاري وکړي، همداشان د اسلامي امارت مسوول ارګانونه باید د نشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي ځکه چې په هېواد کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي، نو په کار چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته ډیره پاملرنه وشي او ولایتونوکې بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرستې هم وشي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلی کرکېلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هېواد کې هم غلې دانې پریمانه شي.
دې ټکې ته مو هم باید پام وي، چی مخدره توکې یوه ناوړه پدیده ده، خو دریغا چې زمونږ گڼ شمیر هېوادوال پردغې کرغیړنې پدیدې روږدي شویدي نو په مخدره توکو روږدي کسان سربیره پردې چې د سالم کار او روزگار پروړاندې خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوي ترڅنگ یې خپلې کورنۍ ته یو سرخوږی هم را منځته کوي او بالاخره په خپلې کورنۍ سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کېږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ اوبې ثباته کوي، نوپه دې اساس ددغې ناوړه او منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان پتمن ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه او ضروري ده .
لیکنه: شاه محمود درویش