د ستراتیژۍ، دیپلوماسۍ او پالیسۍ پېژندنه او توپیر

په سياسو بحثونو، لیکنو، مناظرو او خبرونو کې، ډېر ځله داسې اصطلاحات اورو چې په اسانۍ سره يې تفکيک نشو کولاى. او يا هم نوموړي اصطلاحات پرته د مفهوم له توپير څخه کاروو، چې په انګليسي کې ورته Interchangeable وايي. يعنې مترادف کلمات دې چې د يو پر ځاى د بل کارونه، په مفهوم او عمومې لېکنه کې پېچلتوب او ستونزه منځ ته نه راوړي. خو ټولې کلمې او اصلاحات دا ډول ندي. ښايي ځيني کلمې او اصلاحات په لغوي مانا کې په مترادف ډول وکارول شي خو په تعريف او اصلي مفهوم کې له يو بل څخه ژور توپير لري. د بېلګې په ډول: د افغان دولت پاليسي ضعيف ده. مونږ بايد په ډيپلوماسۍ دغه موضوع حل کړو. د راتلونکي لپاره څه پاليسي لرى؟ دې، دا ډول کلمو او اصطلاحاتو له ډلې دلته په درو ورته سياسي کلمو خبرو کوو. پېژنده، ورته والى او توپير يې ګورو.
1- سټراټيژي: سټراټيژي علم او هم هنر دى. سټراټيژي : هغه دقيق، په فکر سره او ځانګړى پلان او مېتود دى چې، اوږد مهاله موخې او ګټې پرې حاصليږي. سټراټيژي د پلان لوړ ډول دى. چې ډېر ځله په سختو او بې ټېکاوه شرايطو کې ورڅخه کار اخېستل کيږي. پلان او سټراټيژي هم د توپير څخه خالي ندي. پلان بيا د موادو او وخت په نظر کې نیولو سره، هغه مسلسلې برخې دي چې، ځانګړي موخه پرې سرته رسو او يا يې لاس ته راوړو. که په لنډول ووايو نو سټراټيژي، اوږد مهاله او د پلان لوړ ډول دى.
2- ډېپلوماسي: هغه مهارت دى چې د نورو خلکو سره د تعهد، معاملې او خبرو اترو لپاره په سوليز ډول پايله ورکوي. د دښمنۍ، خوابدۍ او بد احساس مخنيوى کوي. په نړيوالو اړيکو کې ډېپلوماسۍ بيا تر ډېره سياسي اصطلاح ده. داسې يې تعريف کوو. د هېوادنو ترمنځ خبرې اترې، او د خبرو اترو پر مټ د ستونزو او ننداريو حل ته ډېپلوماسي وايي. بېلګه: له پاکستان سره د تورخم ستونزه په ډېپلوماسۍ سره حل کيداى شيعه شيعه شيعه. په ډېپلوماسۍ کې ډېر قوي رول خبرې او مذاكرات لوبوي. هغه څوګ چې د ډېپلوماسۍ هنر پرمخ وړي، ډېپلومات ورته وايي.
3- پالیسي: دهغه کړنو، پلانونو او پرېکړو مجموعه ده چې د حکومت، ارګان، ادارې …. له خوا له وړاندې په رسمي ډول توافق شوى وي. چې په يو ځانګړي حالت کې بايد څه وشي او څه نه؟ په خاص ډول پالېسې په سياست کې هغه اصولو ته وايې د کوم په واسطه چې يو دولت رهبري کيږي.
توپير يې: سټراټيژي پلان دى، له پاليسۍ او ډېپلوماسۍ سره ډېر سر او کار نه لري. خو پاليسي او ډېپلوماسي سره غټ توپير لري. ډېپلوماسي د بهرنۍ پاليسۍ د ښې کارونې وسيله ده. ډېپلوماسي او په پاليسي دواړه په بهرنيو او د هېواد دننه چارو کې موخې لاس ته راوړي. خو ډېپلوماسي تر ډېره بهرنۍ کارونه لري. پاليسي کل او ډېپلوماسي جز دى. پاليسي ستا پلان او نېول شوي تصميمونه دي، خو په ډېپلوماسۍ کې ته 50% ونډه لري.
ډیپلوماسي او جنګ دواړه په يو وخت کې نشي کېدای. که جګړه وي نو ډېپلوماسي به نه وي او که ډېپلوماسي وي جګړه به نه وي، خو پاليسي بيا جګړه او ډېپلوماسي دواړه زيږوي.
د تابعیت ډولونه:
تابعیت په کل کې په دوه ډوله تقسیم شوى دى چې، عبارت دى له:
1: اصلي تابعیت
دا تابعیت چې په اجباري تابعیت باندې هم مشهور دى، هغه تابعیت ته ويل کېږي چې شخص د تولد سره سم د وينې يا خاورې د سيستم په سبب تر لاسه کوي.
2: اکتسابي تابعیت: لکه څرنګه چې له نوم څخه معلومېږي، دا هغه تابعیت دې چې د تولد څخه وروسته يې يو شخص په خپله خوښه او رضا ترلاسه کوي.
د خصوصي حقوقو له نظره تابعیت په پنځه ډوله ويشل شوى دى:
1: ارضي تابعیت: هغه دى چې، د تولد د محل (د خاورې د سيستم) په اساس يې يوه شخص تر لاسه کوي.
2: اصلي تابعیت: لکه پورته چې مو ورته اشاره وکړه؛ دا هغه تابعیت دى چې، په اجباري تابعیت باندې هم مشهور دى، هغه تابعیت ته ويل کېږي چې شخص د تولد سره سم د وينې يا خاورې د سيستم په سبب تر لاسه کوي.
3: اکتسابي تابعیت: لکه څرنګه چې له نوم څخه معلومېږي، دا هغه تابعیت دې چې د تولد څخه وروسته يې يو شخص په خپله خوښه او رضا ترلاسه کوي.
4: اشتقاقي تابعیت: هغه تابعیت دى چې، چې يو شخص يې د يو معين معاد لپاره په يو ملک کې د اوسېدو لپاره خپله يا د خپل نماینده له لارې تر لاسه کوي.
5: تبعي تابعیت: دا هغه تابعیت دى چې، د ازدواج وروسته يو د طرفينو څخه د ازدواج په سبب تر لاسه کوي.
لیکنه: کریم جان یوسفي