له کافرانو سره د مشابهت تحقیق

له کافرانو سره مشابهت په اسلام کې یوه مهمه مسئله ده او ډیر احکام تر دې مسئلي پوري تعلق لري، نو همدا وجه ده چې کوم کسان د غرب په اخلاقو مینان دي .

نو دوي لومړي هڅه دا وي چې د اسلام په دې حکم دوي اعتراض کوي کله وايي که چیرته رسول الله صلي الله علیه وسلم په لندن یا امریکا کې په پیغمبري باندي رالیګل شوي وي نو ممکن چې ده هغه جامه او لباس او کردار به د هغو خلکو په څیر وو. خو د رسول الله صلي الله علیه وسلم ناسته ، ولاړه د الله جل جلاله د حکم پر اساس وه دقوم او وطن په پیروي نه وه که چیرته بالفرض رسول الله صلي الله علیه وسلم په لندن یا امریکا کې رالیږل شوي وي نو لکه څنکه يي چې د مکي ناپوهان اصلاح کړل همداسي به يي دغه اوسني ناپوهان هم اصلاح کړي وي ځکه هغه د الله جل جلاله د امر تابع وو. د قوم او وطن او تهذیب تابع نه وو.

هغه د الله جل جلاله په رنګ رنګ وو. او نور خلګ يي هم په دې رنګ رنګول ( صبغة الله ومن احسن من الله صبغة ونحن له عابدون ) هغه د مکي د خلګو د کلتور او تمدن او تهذیب پیروي نه کوله بلکي هغه د ابراهیمي دین پیروی کوله هغه د دې څخه منع کوله او ویل به يي چې دا دې کافرو جامه ده دا مه اغوندي ، وغیره د نورو داسي کارونو څخه هغه خپله منع کوله چې په هغه کې به د کفارو سره مشابهت راتلي ، خو نن زموږ د زمانې کم عقله ډیمکراسان او د ډیمکراسي د مذهب پلویان دا هڅه کوي چې د مسلمان او عیسايي جامه ، لباس ، کردار او کړه وړه باید یوه وي ، دا په دې خاطر کوي چې په راتلونکي کې د دوي لپاره لار پاکه وي ، خو په اسلام کې دغه مسئلې ته ډیر اهمیت ورکړل شوي دي چې له بي شمیره آیاتونو ، حدیثونو ، څخه ثابته ده او په همدې وجه د تفسیر ، حدیث ، فقې او عقائدو هیڅ داسي کتاب نشته چې د مشابهت د مسئلي بیان نه وي پکي سوي .

تردي پوري چې د مشابهت مسئله له اسلام څخه د اوښتو یعني مرتد په باب کې راوړي ده . چې مسلمان په کوم شیانو له اسلام څخه وزي له هغو څخه یوه مسئله همدا مسئله تشبه بالکفار یعني د کفارو سره مشابهت دي . او د دې مسئلي بیا خپلي مرتبي دي ، او د هرې مرتبي بیا جلا جلا حکمونه دي چې علامه ابن تیمیه رحمه الله په خپل کتاب اقتضاء الصراط المستقیم مخالفة اصحاب الجحیم کې په پوره تفصیل سره یاد کړي ده ، او همدارنګه د دارالعلوم دیوبند مهتمم مولانا محمد طیب رحمه الله هم یوه رساله په دې باب لیکلي ده چې په نام سره د التشبه في الاسلام سره یادیږي ، نو دغه مسئله باید په غوره سره وکتل شي، او هر مسلمان په دې ځان خبر کړي ، ځکه یو حدیث کې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چې اسلام په پیل کي غریب وو ، بي یاره او مرستندویه وو ، هیڅ ملګري يي نه وو .

خو په وروسته کې چې کله د خلافت راشده په زمانه کې اسلام د لمر او سپوږمۍ په څیر په دنیا کې وځلیدي او د نړۍ ترکونجونو پوري اسلامي لښکري ورسیدلي ، خلګو د اسلام ژوند او پرمختګ د ځان لپاره عزت ګڼي ، او وروپسي د عباسیه په دور کې د علم او حکمت ، کسب او کار بازار نور هم ګرم شو ، چې په هغه وخت کې دغه اروپایان چې نن يي زموږ د زماني سیکولران په نامه سره فخر کوي یو ناپوه او وحشي قوم وو ، دوي د مسلمانانو څخه علم ، حکمت او پرمختګ زده کړي چې تاریخ په دې باندي شاهد دي ، چې په دې سبب دوي د پرمختګ په لوري ولاړل او د مسلمانانو پاچاهان د حکومت په نشه کي مست شول .

نو په نتیجه کې يي د عیش او عشرت ښکار شول ، او په خپله بد عملي او بد اخلاقي سره يي د مسلمانانو پاچاهان د خپل لاس نانځکي وګرځول ، چې د مسلمانانو ګټلي عزت يي د خاورو سره خاوري کړي او د غربي قومونو تمدن په مسلمانانو کي خپور شو ، چې له امله يي مسلمانان هم د دې تمدن په رنګ باندي رنګ شول چې د مسلمان او کافر توپیر پاتي نه شو . د مشابهت په موضوع باندي نور څه هم لرو .

د مشابهت حقیقت

دا چې الله جل جلاله له ځمکي تر اسمانه ټول مخلوق که حیوانان دي او که بوټي او وني او که غرونه او ریګونه دي.

ټول له یوي مادې څخه پیدا کړي دي، او ټولو ته د وجود له یوه سترخانه برخه رسیدلي ده مګر سره له دې د هر یوه بیل صورت او بیل شکل يي ورکړي دي د دې لپاره چې دوي یو له بله سره وپیژندلي شي ځکه د بیلوالي او جلاوالي ذریعه یواځي همدا ظاهري بڼه او شکل او ظاهري رنګ دي .

په انسان او حیوان کې په زمري او خره په وښو او ګلانو کې په اشپزخانه او بیت الخلاء کي په بندیخانه او درملتون کې چې کوم بیل والي دي.

هغه یواځي په ښکاره شکل او بڼه او هیئت پر بنیاد دي ، که د یوي نوع یو فرد خپلي ځانګړتیا او بیلوالي پریږدي او د بلي نوع ځانګړتیاوي غوره کړي نو هغي ته د لومړي نوعي فرد نه ویل کیږي .

بلکي هغه د دریمي نوعي فرد بلل کیږی که یو سړي د نارینه خوي او ځانګړتیاوي پریږدي او د ښځو خوي غوره کي د ښځو په ډول جامه واغوندي او د دوي په څیر خبري کوي حتي چې هر څه ناسته ولاړه د ښځو په ډول کوي نو هغه سړي ته نارینه نه ویل کیږي بلکي نرښځي ورته ویل کیږي او سره له دې چې د ده نارینه والي خو په حقیقت کي نه دي بدل شوي بلکي د جامي او شکل او هیئت بدلون راغلي دي نو له دې معلومه شوه چې که په دې مادي عالم کې د هري نوعي خپله ځانګړتیا او بیلوالي ساتنه ونه شي او د ګډون او مشابهت دروازه پرانیستل شي نو بیا د هغه نوع شتون بیخي له منځي .

د قومونو او امتونو اختلاف

د تیر په څیر د قومونو او امتونو اختلاف دي

لکه څنګه چې د مادي کائناتو اختلاف دي دغه رنګه د دنیا د قومونو د خپل معنوي ځانګړتیاوو او پټ بیلوالي په ذریعه سره یو له بله بیل او جلا دي مسلمان قوم ، د هندو قوم ، عیسائي قوم ، یهودي قوم ، مجوسي قوم سره له دې چې دوي ټول د یوه پلار اولاد دي خو بیلا بیل قومونه جوړ شوي دي .

د مذهب او دین له اختلافه پرته بل د اختلاف وجه داده چې د هر قوم ټولنه او د دوي خوي او د دوي ژوند جامه او د خوراک او څښاک طریقه بیله او جلا وي سره له دې چې دوي یو الله جل جلاله مني خو د هر یوه د عبادت صورت او طریقه بیله او جلا وي د عبادت ځانګړتیاوو د ځانګړیو شکلو او صورتونو په وجه یو مسلمان او موحد او بل مشرک او بت پرست وي، دوي دواړه سره بیل او جلا دي یو عیسائي له یهودي بیل دي.

لنډه دا چې په قومونو کي د بیلوالي ذریعه پرته د هغه قومي ځانګړتیاوو نور څه نه دي ترڅو پوري چې دوي خپلي ځانګړي بڼه او هیئت ساتنه ونه شي، نو د قومونو بیلوالي به رانه شي، او تر څو چې د هر قوم دیني او ټولنیزي ځانګړتیاوي او شکلونه پریږدي او د بل پردي قوم ځانګړتیا غوره کړي نو دا قوم به هرومرو سره ګډوډ او ورکیږي نو پوه شه چې اوس به دا قوم نور نه پاته کیږي له دې وروسته به په دنیا کي د ده نوم او نښان هم ورکیږي .

د مشابهت پیژندنه

د مشابهت تعریت یا پیژندنه عبارت ده د خپل اصل او صورت او وجود پریښودل او په پردي قوم کې خپل حقیقت او صورت ختمول یا خپله بڼه او طریقه بدلول او د پردي قوم صورت او خوي خپلو ته مشابهت وايي ، نو له همدې وجې شریعت حکم کوي چې مسلمان باید له نورو قومونو څخه په ظاهري شکل او بڼه باید جلاوالي وي ، چې هغه جلاوالي په لباس ، جامه ، ژیره ناسته او لاړه سره راتللي شي ، ځکه دغه علامې په یوه مسلمان کې ضروري دي چې په دې علامو سره دغه مسلمان د نورو قومونو څخه پري جلا کیږي .

خو کله داسي وي چې په یوه علامه باندي هم کار سر ته نه رسیږي مثلا یواځي په ژیره لرو سره هم مسلمان نه پیژندل کیږي ځکه چې کافر او مسلمان هلکان دواړه ژیره نه لري نو له دې وجې د اسلام ټولي علامې په خپل ځان کې راوستل ضروري دي تر څو د نورو قومو څخه په پوره توګه بیل او جلا معلوم شي ، خو که چیرته یو کس د خپلو خویو او اسلامي حدودو خیال ونه ساتي ، نو هغه کس د یوه آزاد او مستقل اوسیدو ویلو حق هم نه لري ، نو له دې وجې له کفارو سره په عقیده او عباداتو کې مشابهت کفر دي ، او په دیني مراسمو کې مشابهت ورسره حرام کار دي ، مثلاً د نصارو په څیر په سینه باندي صلیب ځړول او د هندوانو په څیر نیکټايي اچول داسي مشابهت له شکه خلاص حرام دي ، چې په هغه کي د کفر ویره ده ځکه په ښکاره د کفر شعائر غوره کول د هغه سړی د زړه د رضاء علامه ده .

او د مشابهت دوهم قسم که څه هم تر لومړي قسم په درجه کې کم دي مګر د دواړو توپیر د وړو بولو او غټو بولو په څیر دي آیا څوک د وړو بولو په نجاست باندي ځان ککړول خوښوي ؟ هیڅکله نه نو په عبادات او مذهبي مراسمو کې او په اخترونو کې له کفارو سره مشابهت کول د قران په اشاراتو سره منع دي ، او په ډیرو صحیح حدیثونو سره ثابت دي لکه حافظ ابن تیمیه رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقیم کې په پوره تفصیل سره بیان کړي دي .

او دریم په ټولنه او خویونو او قومي شعایرو کې مشابهت کول مکروه تحریمي دي مثلاً د یو قوم خاص رنګ جامه کارول چې خاص هغه قوم ته منسوب وي ، او د هغه قوم استعمالونکي د هغه قوم تن ګڼل کیږي ، نو دا ډول مشابهت بیا مکروه تحریمي دي

څلورم : په صنعت او پرمختګ کې او د جنګ په سامان آلاتو کي مشابهت له کفارو سره روا ده ، لکه توپ جوړول ټوپک جوړول ، الوتکه ، موټر ، ماشین یا یو بل شي د هغوي په مثل جوړول روا دي .

یو خو دا په حقیقت کې مشابهت هم نه دي او بل طرف ته اسلام د دې شیانو د ایجاد او جوړولو طریقه نه ده ښودله بلکي ایجاد او کاریګري يي د خلګو په عقل او تجربه پري ایښي ده خو د دې احکام يي بیا بیان کړي دي لکه مثلاً دا کار جایز یا د کسب جائز او روا دي خو دا بل بیا نا جائز او ناروا دي .

یا د دې استعمال په دې طریقه روا دي او په دې طریقه ناروا دي نو له دې وجې اسلام د مقاصدو ښودنه کوي د غیرو مقاصدو شیانو ښودنه نه کوي د دې ښه مثال دادي چې موچې څپلۍ جوړونه تا ته نه ښي ، خو لیکن دا درته وايي چې دا څپلۍ داسي پښو کوه یا د دې میخ راوتلي دي تا ته ضرر رسوي نو همدغه رنګه اسلام تا ته ایجادات نه ښي ، خو دا درته وايي چې ایجاد داسي نه وي چې په هغه سره ستا په دین کې زیان راشي ، یا د ځان ویره وی ، دا د هغو نوي شیانو حکم دي چې د مسلمانانو سره نه وي ، او کوم شي چې د مسلمانانو سره موجود وي نو په هغو کې مشابهت بیا مکروه دي لکه چې په یو حدیث شریف کې راغلي دي چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم د فارسي لیندۍ کارول منع کړل ځکه چې د فارسي لیندۍ په مقابل کي د مسلمانانو سره عربي لیندۍ موجود وه او دواړو یو کار کوي یواځي په جوړولو کې يي توپیر وو ، نو په اسلام کې تعصب نشته خو غیرت شته دي نو کوم شي چې د مسلمان سره هم وي او کافر سره هم وي یواځي په جوړ کې يي فرق وي نو په دې صورت کي اسلام له کفارو سره مشابهت منع کړي دي چې په دې کې له ګناه سره بي غیرتي هم ده خو مګر نن صبا په مسلمانانو کې غیرت نشته دي ، هو کومه نوي جوړي شوي سلاح چې له مسلمانانو سره نه وي د مسلمانانو لپاره د هغه نوي سلاح استعمال د خپل اړتیا او دفاع لپاره روا دي، خو شرط دادي چې د هغې په کارولو سره نیت او اراده له کافرانو سره مشابهت نه وي یواځی د خپلي ګټي لپاره نوي سلاح استعمال روا دي .

مثلا ً د شرابو په طریقه که شیدي په ناستو خلکو وګرزوي او وویشل شي، نو شریعت اسلامي دا منع کړي دي نو د شیدي استمعال د شرابو په طریقه د هغو سره د مشابهت په خاطر منع کړي دي ، ځکه په دې طریقه ممکن د ده د شرابو طرف ته میلان پیدا شي نو همداسي د کفارو سره د مشابهت په خاطر ممکن د ده له کفارو سره مینه او محبت پیدا شي، چې دا بیا ډیره خطرناکه خبر ده ، نو لکه څنګه چې ستاسو د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دي خوښ همداسي د الله جل جلاله هم د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دي خوښ او خپل نیک بنده ګان يي د دې څخه منع کړي دی .

له کافرانو سره د مشابهت د نارواولي دلیل

دین اسلام پوره سپیڅلي او پاک دین دي د ټولو ادیانو او شریعتونو ناسخ دي دین اسلام خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې ناقص او منسوخ دین مشابهت غوره کړي د پردو مشابهت غوره کول د غیرت هم خلاف دي که څوک يي لري، لکه څنګه چې د هر دین او امت حقیقت بیل دي دغه رنګه د هر یوه صورت او بڼه هم بیله ده په نړۍ کي ظاهري شکل او صورت د پیژندلو لاره ده کله چې یو قوم له بل قوم څخه بیلوي نو د ظاهري ژوند په بنیاد باندي بیل ګڼل کیږي .

چې یو قوم د بل قوم ځانکړتیاوي او خویونه او د هغوي صورت او بڼه غوره کي نو د دوي خپل ځاني قومیت او استقلال نیستي کیږي او ښکاره خبره ده چې خپل قومیت او خپل شخصیت د بل په قومیت او شخصیت کي نیستي کول سراسر د غیرت خلاف کار دي اسلام یو کامل دین دی .لکه څنګه چې په عقائدو او عباداتو کي مستقل دي د هیچا تابع او پیرو نه دي دغه رنګه اسلام په خپله ټولنه او اخلاقو کي هم ځان ته استقلال لري د هیچا تابع او غاړه ایښودنکي نه دي په هیڅ حکومت کي دا نه ده روا چې د هغه پاچهي فوځ د دښمنانو د فوځ لباس او بیراغ وکاروي یا دې خپل فوځ له یو ډلګۍ سره د دښمن بیراغ وکاروی کوم فوځ چې داسي لاره غوره کي د هغه سره د پریکولو قابل ګڼل کیږی .

دغه رنګه حزب الله یعني : د الله جل جلاله ډله مسلمانانو ته دا اجازه نه ورکوی چې د حزب الشیطان د شیطان د ډلي هیئت غوره کي ، چې د ده په لیدلو سره لیدونکي نه پوهیږي چې دا څوک دي مسلمان دي که کافر یا مثال ته يي فرض که یو ډله له حکومت څخه بغاوت کوي او هغه ډله خپل ځان ته یو بیل نشان غوره کوي خو د حیرانتیا ځاي دادي چې یوه برطانوي یا امریکايي حکومت ته دا حق شته چې د بل هیواد بیراغ یا نشان اختیارول جرم وګڼي .

نو آیا الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم ته به دا نه وي جائز چې د الله جل جلاله د دښمنانو مشابهت د جرم وګڼي ؟

نو بیشکه څوک چې د الله جل جلاله د د ښمنانو په څیر خپل لباس ، او عادات جوړ کړي هغه د الله جل جلاله د دښمنانو له ډلي څخه بلل کیږي ، نو ځکه اسلام خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوی چې د پردو جامه او لباس یا عادات خپل کړي ، نو لکه څنګه چې اسلام له کفر جلا دي همدغه رنګه اسلام غواړي چې د اسلام پلویان د هم له کفارو جلا وي .

په شریعت اسلامي کې د کفارو سره مشابهت کول په تعصب سره نه دي بناء بلکي په غیرت او ځان ساتنه سره بناء دي ځکه یو قوم تر هغه وخته پوري مستقل نه شي پاتي کیدلي تر څو چې يي د خپل قوم ځانګړتیاوي او خویونه نه وي ساتلي ، دغه رنګه د دین اسلام له کفر ، یهودیت ، نصرانیت ، زندیقیت څخه د بیلولو بله لار نشته ده ، چې تر څو اسلامي ځانګړتیاوي نه وي ساتل شي ، تر هغه وخته پوري اسلام یو مستقل دین نه پاتي کیږي . ځکه د مشابهت معني خپل وجود په بل کې نیستی کول دي، نو ځکه الله جل جلاله مسلمانان د داسې کار څخه منع کړي دئ . لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا ﴿آل‌عمران: ١٥٦﴾
ژباړه : اي مومنانو د کفارو سره مشابه او ورته مه ګرځئ

ځکه مؤمن د الله جل جلاله دوست او کافر د الله جل جلاله دښمن دي ، نو دوست باید له دښمن څخه بیل وي ، ځکه په دنیوي لحاظ د حکومت د پلوي لپاره دا نه د جائز چې د حکومت د دښمنانو او باغیانو سره ځان مشابه کړی .

نو تر کومه چې کوم کس د یو قوم مشابهت کوي ، د دې ویره هم موجوده ده چې د هغه قوم عادت ، خوي او بلاخره عقیده خپله کړی او په پاي کې له خپل دین څخه مرتد شي ، نو په دې وجه باندی علامه ابن حجر الهیثمي په خپل کتاب الزواجر عن اقتراب الکبائر ، جلد ۱ صفحه ۱۱ کې یو روایت د مالک بن دینار په واسطه له نبي کریم صلي الله علیه وسلم څخه رانقل کړي دي چې فرمايي ،په مخکینو انبیاء علیهم السلام کي یو نبي علیه السلام ته د الله جل جلاله له طرفه داسي وحي راغله چې اي نبي علیه السلام خپل قوم ته ووایه چې زما د دښمنانو د داخلیدو ځاي ته مه داخليږئ. او مه زما د دښمنانو په څیر جامې اغوندي او مه زما د دښمنانو په څیر خوراک کوئ ، او مه زما د دښمنانو په څیر سپریږئ. یعني مطلب په هر شي کې له دوی څخه بیل او بیزاره شئ ، هسي نه چې تاسو هم زما د دښمنانو په څیر تاسو هم زما د ښمنان شئ ، نعوذ بالله من ذلک.

لیکنه: م . عبدالسلام حنفي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button