ایکو کې د ګڼو هیوادونو ولسمشرانو د افغانسنتان پر اقتصادي وده ټینګار وکړ

عزم(شنبه، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۲): د اقتصادي همکاریو په سازمان کې د افغانستان پر اقتصادي وده د ګڼو هیوادونو لومړي وزیرانو او ولسمشرانو له خوا ټینګار وشو.
د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو کې وویل چې دا سازمان دې د افغانستان د بیارغونې په پار یو واحد پروګرام رامنځته کړي او له د هغه سازمان له غړو هیوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د ودې او اقتصادي بیارغونې په موخه دې د افغانانو لاسنیوی وشي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر هم چې په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه او په وینا یې چې اسلام اباد افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی.
ده همدا راز د سیمې د اتصال په خاطر د کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپي پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله. کاکړ ویل چې دا یوازې اقتصادي پروژې نه دي، بلکې زموږ د ګډ راتلونکي لپاره سټراټیژیکې پانګونې هم دي.
ورته مهال د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان څرګنده کړه چې د اقتصادي همکاریو د سازمان غړي د افغانستان سولې او ټیکاو په برخه کې د همکارۍ لېواله دي. ده ویل چې تېره سه شنبه مو هم هغه هیواد ته تر ۵۰۰ ټنو زیات خوراکي او د پوښاک توکي ورواستول. اردغان ویل چې په نورو سختو حالتونو کې هم د وروڼو هیودونو لاسنیوی کوي.
د ازبکستان ولسمشر بیا په دغه غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشري مرستو کچه لوړه کړي.
یاده کوو چې په دې غونډه کې د افغانستان له کوم استازي پرته؛ د ازبېکستان، ترکمنستان، تاجېکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان برخه اخیستې وه. افغان دولت تل ویلي چې د افغانستان په اړه د هغو ناستو ملاتړ کوي چې د افغانستان او سیمو هیوادونو په ګټه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button